په سړو سیمو او ولایتونو کې د ښوونځیو څلورنیم‌میاشتنۍ ازموینې پیل شوې

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۴:۳۰
frtuy

 د پوهنې وزارت د ښوونیزې لایحې له مخې، نن د چنګاښ میاشتې په ۱۵مه د ملک په سړو سیمو او ولایتونو کې له څلورم څخه تر دولسم ټولګي پورې د زده‌کوونکو څلورنیم‌میاشتنۍ ازموینې، د هغوی د ښوونیز او روزنیز پرمختګ ارزونې په موخه پیل شوې.
د یادو ازموینو لپاره د ښوونځیو مسوولینو د اړوندو ولایتي پوهنې ریاستونو په همکارۍ له وړاندې ټول لازم چمتووالی نیولی، ترڅو ازموینې په بشپړ نظم، روڼتیا او د زده‌کوونکو د دقیقې ارزونې له اصولو سره سم ترسره شي.
 په همدې موخه د پوهنې رئیسانو او د څارنې برخې آمرینو له بېلابېلو ښوونځیو څخه لیدنې وکړې او د ازموینو بهیر، نظم او انضباط یې له نږدې وڅاره.
مسوولینو د خپلو خبرو پر مهال له ښوونکو وغوښتل چې د ځواب‌پاڼو په ارزونه کې عدالت او روڼتیا په بشپړه توګه مراعات کړي.
دغه راز هغوی زده‌کوونکي د ازموینو د اصولو او مقرراتو رعایت ته وهڅول او ترې یې وغوښتل چې له بشپړ چمتووالي سره ازموینو ته حاضر شي.
د ولایتي پوهنې ریاستونو د رارسېدلو راپورونو له مخې، د ازموینو لومړۍ ورځ په ارامه او خوندي فضا کې د ټاکل شوې کړنلارې سره سمه په بریالیتوب  سره پلې شوه.
د یادونې وړ ده چې له لومړي څخه تر درېیم ټولګي پورې د زده‌کوونکو ازموینې به د چنګاښ په ۲۵مه نېټه پیل او د همدې میاشتې تر پایه به دوام ولري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۵:۱
Background image

رسنیز بلنلیک

د کابل ولایت پوهنې ریاست په پام کې لري، چې د قرآن عظیم‌الشان د حسن قرائت، سیرت‌النبي ﷺ او د ساینس او ریاضیاتو مضمونونو په سیالیو کې د ممتازو زده‌کوونکو ستاینې په مناسبت، د پوهنې وزارت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۴:۲۷
Background image

د پوهنې وزارت د مرکزي ریاستونو د ودانیزو او ترمیماتي پروژو عمومي وضعیت وارزول شو

د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس، د یاد وزارت د مرکزي ریاستونو د ودانیزو او ترمیماتي پروژو د څارنې او مراقبت له انجنیرانو سره وکتل او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۴:۲۱
Background image

په تخار کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د تخار ولایت رستاق ولسوالۍ اړوند د امام بخاري ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره پر دوه جریبه ام/ارتي ځمکه کېښودل شوه.
د دغې پروژې لومړنی لګښت ۲۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی، چې د خلکو له. . .

BACK TO NEWS