په سمنګان کې د یوه ښوونځي د ودانۍ جوړولو لپاره ځمکه وقف شوه
د ښوونې او روزنې د ملاتړ په موخه، د سمنګان ولایت مرکز ګلقشلاق لېسې د نوې ودانۍ جوړولو لپاره د پوهنېدوست شخصیت محترم حاجي جمشید پهلوان له لوري ۱۵۰۰ متره مربع ځمکه وقف شوه.
د یاد ولایت پوهنې ریاست د دغه نېک او ارزښتمن اقدام ستاینه کړې او دا یې د پوهنیزنظام د ملاتړ او د زدهکوونکو لپاره د غوره ښوونیز چاپېریال برابرولو په برخه کې اغېزمن ګام بللی دی.
