په سرپل ولایت کې د ۱۵ بابه ښوونځيو لپاره شین چاپېریال رامنځته شو

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۱ - ۱۳:۴۰
12

د پوهنې وزارت له لوري د یو همکار بنسټ په ملاتړ د ٢١ زره امريکايي ډالرو په لګښت، د سرپل ولايت په ١٥ بابه ښوونځيو کې شین چاپېریال رامنځته او د زده کوونکو لپاره ګټې اخستنې ته چمتو شو.

د یادو باغچو د پرانیستې په مراسمو کې د پوهنې رئیس، د کرنې او مالدارۍ ریاست استازو، د مرستندویه بنسټونو مسئولینو او یو شمېر قومي مشرانو ګډون کړی وو.

په پیل کې د سرپل ولایت پوهنې رئیس مولوي محمد رحماني د یاد مرسته کوونکي بنسټ له پرله پسې همکاریو څخه د مننې ترڅنګ، د دغه ولایت په ښوونځیو کې د شین او تازه چاپېریال د رامنځته کولو له امله قدرداني وکړه او زیاته یې کړه، چې په ښوونیزو بنسټونو کې د شنې او تازه فضاء شتون د زده کوونکو پر فکري ودې او زده کړې مثبته اغېزه لري.

د پوهنې رئيس د يادو ښوونځيو له مسئولينو وغوښتل، تر څو د باغونو او زينتي نيالګيو په ساتنه او پالنه کې جدي هڅې وکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۴:۵۰
Background image

د پوهنې محترم وزیر په سرپل ولایت کې څه د پاسه ۸۹ مېلیونه افغانیو په لګښت ۸۹ ترميماتي پروژې پرانيستې

د هېواد د پوهنې وزير محترم الحاج مولوي حبيب الله آغا، شمالي ولايتونو ته د خپلو رسمي سفرونو په ترڅ کې، سرپل ولايت ته ورسېد او هلته یې د ولايتي مقاماتو او پوهنې مسئولينو سره تر ليدنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۴:۴۸
Background image

په هرات ولایت کې له ۸۰ تنو راستنېدونکو کډوالو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د هرات ولایت پوهنې ریاست د روان لمریز کال په شپږم دور ازموینه کې، له ۸۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت په موخه ازموینه واخیسته.
په همدې مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې د یاد ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۴:۴۵
Background image

د هرات ولایت له یو باب ښوونځي سره ۱۶۳ پایې مېزونه او څوکۍ مرسته وشوه

د هرات ولایت یو معارف‌دوست شخصیت محترم حاجي عبدالظاهر سروري له خوا د ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت، له اسپینه‌ادې ښوونځي سره د۱۶۳ پایې مېزونو او څوکیو مرسته وکړه.
د یاد ولایت پوهنې مسئولین د. . .

BACK TO NEWS