په دایکنډي ولایت کې یو باب لومړنی ښوونځی تاسیس شو

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۱:۴۲
21

د دایکنډي ولایت میرامور ولسوالۍ اړوند په داله سیمه کې د "خورشید" لومړني ښوونځی، د پوهنې رئیس مولوي رحمت الله قندیلي، مسئولینو او د یادې ولسوالۍ د یو شمېر علماءکرامو او عامو خلکو په حضور کې تاسیس او پرانیستل شو.

په پلان کې ده، چې یاد ښوونځی به د توغي بالا، توغي پاین، ورکلیچه او داله کلیو څخه ۱۲۰ تنو زده کونکو ته د زده کړې آسانتیا برابره کړي، په داسې حال کې چې پخوا، د همدغو سیمو زده کونکي د زده کړې لپاره لیرې پرتو سیمو (۴ کیلومتره لیرې) ځایونو ته سفر کاوه.

د یادولو وړ ده، چې دغه ښوونځی د پوهنې وزارت او خلکو په همکارۍ تاسیس شوی، چې دا د هېواد بچیانو لپاره د دوی په سیمو کې زده کړې ته د لاسرسي په موخه یو مهم ګام دی

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۵:۳۲
Background image

د پوهنې وزارت کارکوونکو لپاره لارښود او روزنیز سیمینار پرانیستل شو

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له خوا، د یاد وزارت د مرکزي هستې منسوبینو او غړو لپاره لارښود او روزنیز سیمینار ترسره شو.

د یاد پروګرام د پرانیستې په مراسمو کې، د پوهنې وزارت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۵:۲۹
Background image

پکتیا ولایت کې د څه کم ۳۴ مېلیونه افغانیو په لګښت د درسي موادو وېش لړۍ پیل شوه

د پکتیا ولایت پوهنې ریاست د یوې همکارې ادارې په ملاتړ، د ښوونیزو موادو او مرستندویه خېمو د وېشلو پروسه پیل کړه.

په دې مرستو کې درسي کتابونه، د زده‌کوونکو او ښوونکو لارښودونه، اداري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۲:۳
Background image

د سرپل ولایت پوهنې ریاست کارکوونکو لپاره روزنیز ورکشاپ پرانیستل شو

د سرپل ولایت پوهنې ریاست لخوا د "۱۴۰۴ کال عملیاتي پلان د موخو د پرمختګ پلي کولو او تشرېح" تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز ورکشاپ، د څارنیز مدیریت روزونکو په همکارۍ، د پوهنې ریاست. . .

BACK TO NEWS