په دایکنډي ولایت کې ښوونځیو ته د قرطاسیې او درسي وسایلو وېش لړۍ پیل شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۱:۲۹
ظطزظط

د دایکنډي ولایت د ښوونځیو زده‌کوونکو او ښوونکو ته د ۷ زره او ۴۳۸ کڅوړو قرطاسیې او درسي مرستندویه توکو وېش لړۍ پیل شوه.
د یاد ولایت پوهنې مسوولین وايي: « په دغو مرستو کې د ۷۰ زره او ۳۴۰ زده‌کوونکو لپاره ۳ زره او ۵۱۷ کڅوړې قرطاسیه، د ښوونکو لپاره ۲ زره او ۲۵۰کڅوړې درسي مرستندویه توکي، ښوونځیو ته ۳۷۹ کڅوړې اداري پاڼې، ۳۱ پایې سپینې تختې، ۴۳۶ کڅوړې د کتابونو ټوکونه او پاکوونکي مواد شامل دي.
دغه مرستې د پوهنې یو همکار بنسټ لخوا د دایکنډي ولایت پوهنې ریاست ته سپارل شوې دي، چې د ټاکل شوې ونډې له مخې به د یاد ولایت د ښوونځیو ښوونکو او زده‌کوونکو ته ووېشل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۵:۱
Background image

رسنیز بلنلیک

د کابل ولایت پوهنې ریاست په پام کې لري، چې د قرآن عظیم‌الشان د حسن قرائت، سیرت‌النبي ﷺ او د ساینس او ریاضیاتو مضمونونو په سیالیو کې د ممتازو زده‌کوونکو ستاینې په مناسبت، د پوهنې وزارت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۴:۲۷
Background image

د پوهنې وزارت د مرکزي ریاستونو د ودانیزو او ترمیماتي پروژو عمومي وضعیت وارزول شو

د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس، د یاد وزارت د مرکزي ریاستونو د ودانیزو او ترمیماتي پروژو د څارنې او مراقبت له انجنیرانو سره وکتل او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۴:۲۱
Background image

په تخار کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د تخار ولایت رستاق ولسوالۍ اړوند د امام بخاري ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره پر دوه جریبه ام/ارتي ځمکه کېښودل شوه.
د دغې پروژې لومړنی لګښت ۲۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی، چې د خلکو له. . .

BACK TO NEWS