په بلخ ولایت کې د ۸ مېلیونه افغانیو په لګښت د یو باب مدرسې د ودانۍ چارې پیل شوې

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۳ - ۱۴:۵۶
tfdt
د پوهنې وزارت چارواکي خبر ورکوي، په پام کې ده چې د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې یوه دیني مدرسه جوړه شي.
د دغه ولایت پوهنې رئيس مفتي محمد شريف عثماني، د یادې مدرسې د بنسټ ډبرې اېښودلو پر مهال، د اسلام له نظره د مدارسو او ښوونځيو د جوړولو پر فضايلو تفصیلي خبرې وکړې.
نوموړي وويل: د بلخ ولسوالۍ په عبدالرحيم زيو کلي کې د قاسمیه مدرسې نوې ودانۍ د ۸ مېليونه افغانيو لګښت سره د دغې ولسوالۍ د يو مخور او علم پرور شخصيت حاجي مېکائیل له لوري جوړېږي.
د پوهنې رئیس په ​​وينا، دغه مدرسه به په ۲.۵ جرېبه ځمکه او ۳ پوړونو کې جوړه شي، چې د درسي او اداري خونو ترڅنګ به نور اړین ملحقات هم ولري.
د پوهنې وزارت مشرتابه د هېواد د پرمختګ یوازینۍ لار د ښوونیز نظام پراختیا او له پوهنې څخه د خلکو ملاتړ ګڼي او د بلخ ولایت د اوسېدونکو په ګډون د پوهنې په برخه کې د عام ولس له مرستو مننه کوي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۵:۳۷
Background image

کابل ولایت کې د ۳۰۰ زره افغانیو په لګښت څو بابه ښوونځي بیاورغول شول

د کابل ولایت پوهنې ریاست، د تعلیمي شوراګانو او خیریه بنسټونو په همکارۍ، د ۳۰۰ زره افغانیو په لګښت، د کابل ولایت بګرامي ولسوالۍ د درې بابه ښوونځیو ودانۍ بیاورغولې او هم یې ورته د څښاک. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۵:۳۵
Background image

د ننګرهار ولایت دیني مدارسو مدیرانو لپاره د اداري اسنادو لارښود سیمینار جوړ شو

د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست کارکوونکو مدیریت له خوا، د یاد ولایت ۲۳ ولسوالیو دیني مدارسو مدیرانو او مهتممینو لپاره "د دیني مدارسو د مدیرانو او مامورینو لپاره د ځانګړو اداري مکاتیبو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۵:۳۳
Background image

له ننګرهار ولایت څخه د پوهنې څو لنډ خبرونه

- یو خیریه او علم پرور شخص د ننګرهار ولایت شېرزاد ولسوالۍ د شېرزاد مرکزي لېسې ۲۰۱ تنو اړمنو زده‌کوونکو ته د ۳۵۰ زره افغانیو په ارزښت د ښوونځي لباسونه وپېرل.

- همدارنګه، د ننګرهار ولایت. . .

BACK TO NEWS