له ننګرهار ولایت څخه د پوهنې څو لنډ خبرونه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۵:۳۳
14

- یو خیریه او علم پرور شخص د ننګرهار ولایت شېرزاد ولسوالۍ د شېرزاد مرکزي لېسې ۲۰۱ تنو اړمنو زده‌کوونکو ته د ۳۵۰ زره افغانیو په ارزښت د ښوونځي لباسونه وپېرل.

- همدارنګه، د ننګرهار ولایت سرخرود ولسوالۍ د نازنین جبارخېل لیسې داخلي برخه د یوې خیریه ادراې په مالي ملاتړ سره د ۱۱۰ زره افغانیو په لګښت رنګ او ګټې اخیستنې لپاره چمتو شوه.

د پوهنې وزارت مشرتابه د هېوادوالو، په ځانګړي توګه د ننګرهار ولایت علم پاله خلکو له مادي او معنوي ملاتړ څخه مننه کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۱:۵۰
Background image

په سمنګان  کې يو شمېر ښوونکو ته د مسلکي وړتیاوو لوړولو شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د سمنګان ولایت په څلورو ولسوالیو (خرم او سارباغ، حضرت سلطان، فیروزنخچیر او خُلم) کې د ساینس او ریاضیاتو ۶۵ تنو ښوونکو لپاره د مسلکي او عملي وړتیاوو لوړولو شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

په غور کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د غور ولایت په مرکز فیروزکوه ښار کې د میدان هوایي منځني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د یوه همکار بنسټ په مالي مرسته د ۲۸۶ زره امریکایي ډالرو په لګښت په اساسي او معیاري ډول جوړه شوې، د یاد ولایت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۰:۹
Background image

د پوهنې وزارت د داخلي تفتیش رئیس سرپل ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د  داخلي تفتیش رئیس محترم قاري عتیق‌الله مؤذن له مل پلاوي سره سرپل ولایت ته سفر وکړ او هلته يې له پوهنې رئیس محترم مولوي رحمت‌الله جابر سره تر لیدنې او خبرو اترو وروسته د. . .

BACK TO NEWS