په بدخشان ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې
د بدخشان ولایت شهر بزرگ ولسوالۍ اړوند صدیقي شهید لېسې د نوې ودانۍ جوړولو چارې په رسمي ډول پیل شوې.
دغه پروژه د یادې ولسوالۍ د کره کلي علمپرور شخصیت عبدالقدوس د محمدشریف شریفي زوی، په مالي ملاتړ او د سیمې د خلکو په همکارۍ د ۲ میلیونه افغانیو په لګښت پلې کېږي.
یاده ودانۍ به ۲۰ درسي خونې او اړینې ملحقات ولري، چې تر بشپړېدو وروسته به شاوخوا ۱۵۰۰ تنه زدهکوونکو ته د زدهکړو مناسب چاپېریال برابر کړي.
