په بامیان ولایت کې دیني مدرسې جوړولو لپاره یو جرېب ځمکه وقف شوه
د بامیان ولایت سیغان ولسوالۍ اړوند دوه تنو علم پروره شخصیتونو هریو؛ محترم محمد طیب، د جلال الدین زوی او سید کمال الدین، د ملا بدرالدین زوی، خپله یو جرېب ځمکه چې قېمت یې ۱۳۵ زره افغانۍ اټکل شوی، د پورته ذکر شوې ولسوالۍ د ده اېمان په کلي کې د حضرت ابوبکر صدیق(رضی الله عنه) دیني مدرسې جوړولو لپاره وقف کړه.
د پوهنې وزارت مشرتابه، د هېواد ښوونیز نظام سره د خلکو له مادي او معنوي مرستو څخه د ستاینې ترڅنګ، د بامیان ولایت د دوو تنو علم دوسته وګړو له اخلاص څخه زیاته قدرداني کوي.
