لوګر ولایت کې څه د پاسه ۱۶۰ مېلیونه افغانیو په لګښت ۱۴ ودانیزې پروژې پلې شوې دي

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۱۴:۵۰
564

د روان ۱۴۰۴ لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې، د لوګر ولایت پوهنې ریاست په اړوند کې د شاوخوا ۱۶۰ مېلیونه افغانیو په لګښت ۱۴ ودانیزې پروژې پلې شوې دي.

یادې پروژې د پوهنې وزارت سره په همغږۍ او د شریکو ادارو په مالي ملاتړ عملي شوې دي، چې پکې د ۱۴ بابه ښوونځیو لپاره د مجهزو ودانیو جوړول، د اړینو حفظ الصحوي اسانتیاوو رغونه، د لمریزې برېښنا او څښاک پاکو اوبو منظمو سیسټمونو نصبول شامل دي، چې په ترڅ کې یې د شاوخوا ۱۲۰۰۰ تنو زده‌کوونکو لپاره د تعلیمي چاپېریال د نشتوالي ستونزه حل شوې ده.

د پوهنې مسئولینو په وینا: د پورته ذکر شویو پروژو سربېره، د تېرې میاشتې په جریان کې، نږدې د ۴۴ مېلیونه افغانیو په لګښت د ۶۱ نورو ودانیزو پروژو عملي چارې هم په رسمي ډول پیل شوې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۱:۴۲
Background image

په میدان وردګ کې د تېرو شپږو میاشتو پرمهال له ۳۱ بابه ښوونځیو سره څه د باندې ۹.۴ میلیونه افغانۍ ولسي مرستې شوې

په تېرو شپږو میاشتو کې د میدان وردګ ولایت د جغتو، جلرېز، چک، دایمیرداد، مرکز بهسود، لومړۍ حصې بهسود، سیدآباد او مرکز اړوند ۳۱ بابه ښوونځیو سره د تېرو شپږو میاشتو په ترڅ کې د سیمې د خلکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۱:۳۲
Background image

داوطلبۍ اعلان

د کابل ښار پوهنې ریاست د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د ۱۸۳٫۹۳۶ کیلوګرام وچ او میده شوي بلوط لرګي د بخارۍ په اندازه او ۱۶٫۰۶۵ کیلوګرام وچ او میده شوي ارچه لرګي د بخارۍ په اندازه اړتیا لري، چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۱:۲۸
Background image

داوطلبۍ اعلان

پوهنې وزارت، په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته په درنښت بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د اساسي او ثانوي زده‌کړو ریاست د اړتیا وړ د نارینه او ښځینه زده‌کوونکو لپاره ۹۸۰ جوړې د. . .

BACK TO NEWS