له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه
کابل
د کابل ښار د حبیبې لېسې له ښوونکو او زده کوونکو سره د یرموک قطعې د ځانګړو ځواکونو د همغږۍ غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې د کابل ښار د پوهنې رياست د اوومې حوزې او د یاد ریاست مالي او اداري آمرینو د يادې قطعې د مېړانې يادونه وکړه.
د یادې قطعې قوماندان شیخ شاه محمد د امنیت د تأمینولو او خلکو ته د ورورګلوۍ د سالمې زمینې د برابرولو په برخه کې ډاډ ورکړ او د پوهنې له مسئولینو یې وغوښتل چې د هېواد د بچیانو د سالمې ښوونې او روزنې په برخه کې له دغه فرصت څخه اعظمي ګټه پورته کړي.
بغلان
د بغلان ولايت د پوهنې رياست د اسلامي زده کړو آمر د یاد ولايت په نهرين ولسوالۍ کې د حضرت عمر (رضي الله عنه) له ديني مدرسې څخه ليدنه وکړه او د دې مدرسې له مسئولینو او استادانو سره يې د ا.ا د فرمانونو او د مدارسو په برخه کې د پوهنې وزارت د نوي نصاب د طرزالعملونو د عملي کولو په باب خبرې وکړې.
