له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه
بلخ
د پوهنې وزارت د نتایجو او شهادتنامو ریاست پلاوی د یوه کاري سفر په ترڅ کې د بلخ ولایت د پوهنې ریاست د نتایجو او شهاتنامو د وېش له مدیریت څخه لیدنه وکړه او د لا زیاتو اسانتیاوو د برابرولو په موخه یې د برېښنايي شهادتنامو د وېش لړۍ پرانیستله.
د ياد ولايت د پوهنې رئيس د پوهنې وزارت پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د شهادتنامو د برېښنایي کولو په تړاو یې خوښي څرګنده کړه.
کندهار
د پوهنې وزارت پلاوی کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د دارالمعلمین له ښوونیزو فعالیتونو او اداري مسایلو څخه لیدنه وکړه او د همدې مرکز له آمر او استادانو سره یې غونډه وکړه. له دوی څخه یې وغوښتل چې د ښوونیز وضعیت د ښه والي په برخه کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي.
د ياد علمي مرکز آمر مولوي علي محمد احمدي د پلاوي د څرګندونو د تاييد پرمهال ښوونکي او زده کوونکي د علم او پوهې زده کړو ته وهڅول.
پروان
د پروان ولایت د جبل السراج ولسوالۍ د نصرالله خېل له دارالحفاظ څخه د فاضلانو د فراغت څلورمه دوره د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغه ولایت د پوهنې ریاست د مشرتابه پلاوي، د سیمه ییزو ادارو مسؤلینو، قومي مشرانو او دیني عالمانو په ګډون پیل شوه.
چې د غونډې په پای کې ۴۰ تنه نارینه فاضلان او ۲۱ تنه ښځینه فاضلانې د مشرانو له لوري د ستاینلیکونو په ورکولو سره وستایل شول.
په یاده غونډه کې ویناوالو د اسلام په تاریخ کې د مسلمانانو په مېړانې او کارنامو خبرې وکړې، او فارغینو ته یې د خپلو مسؤلیتونو په اړه معلومات ورکړل.
بدخشان
د بدخشان ولايت د پوهنې رئيس مولوي محراب الدين اقبال د يفتل بالا د ۱۱ ښوونځیو له اداري او تدريسي څانګو څخه څارنه وکړه.
د بدخشان ولايت د پوهنې رئيس د ښوونځیو له ښوونکو او د زده کوونکو له والدينو سره وکتل او له هغوى څخه يې وغوښتل چې خپلې ورسپارل شوې دندې په پوره ايماندارۍ سره ترسره کړي او د دې خاورې د ماشومانو د سالمې ښوونې او روزنې په لاره کې له هيڅ راز هلوځلو څخه ډډه و نه کړي . له هغوى يې وغوښتل، چې د اسلام د سپېڅلي دين له احکامو سره سم د علم په زده کړه کې هلې ځلې وکړي.
ارزګان
د ارزګان ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي شمس الله کامران آخندزاده د یوه کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د چوري ولسوالۍ د پوهنې له آمریت څخه لیدنه وکړه.
د ارزګان ولایت د پوهنې رئیس د عثمانیه، سرخ مرغاب او میرحمزه مدارسو د اداري او تدریسي چارو د کتنې پر مهال د څښاک د پاکو اوبو د برابرولو، د سولرو د نصبولو او د درسي خونو د بیارغونې او نورو اړینو چارو په اړه د سیمه ییزې ادارې له استازو سره وکتل او لازمې سپارښتنې یې ورته وکړې.
