له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۴ - ۹:۵
خبرهای کوتاه مربوط ریاست های معارف ولایت

لغمان

د لغمان پوهني رياست د ښوونې او روزنې آمر مولوي صديق الله معتصم باالله د مهترلام ښار د ښوونځيو له آمرینو سره غونډه وکړه او له اړوندو آمریتونو څخه يې وغوښتل چي د راتلونکو ازموينو لپاره لازم چمتووالی ونيسي.

همدا شان:

د قرغيو ولسوالۍ د تعلیمي څارنې آمر تر خپل کنترول لاندې د مامورينو سره ناسته وکړه او د يادې ولسوالۍ د ښوونځيو د ازموينې د چمتووالي په اړه يې ورسره خبرې او پرېکړې وکړې.

نورستان

د نورستان ولایت د پوهنې او د تعلیمي څارنې غړو د یاد ولایت د یو شمېر ښوونځیو او دیني مدارسو له فعالیتونو څخه لیدنه وکړه او د یاد شویو بنسټونو اداري او تدریسي چارې یې وڅېړلې.
په دې کتنه کې د نورستان د ښوونځیو لپاره د سیمه ییزو شوراګانو د جوړولو تر څنګ د یادو ښوونځیو د آمرینو، مدیرانو او ښوونکو ستونزې او وړاندیزونه هم یاداښت کړې او د حل ژمنه یې وکړه.

هرات

د پوهنې وزارت د داخلي پلټنې ریاست پلاوي د هرات د پوهنې ریاست د مالي او تدارکاتي اسنادونو د څېړلو په موخه هرات ولایت ته لاړ.
 ټاکل شوي یاد پلاوي د دغه ولایت د پوهنې رياست او د نولسو ولسواليو د د ١٤٠١ هـ .ل کال اسنادونه وڅېړي.
 د هرات پوهنې رئيس ژمنه وکړه، چې له يادې کمېټې سره به په اړوندو چارو کې د اسانتياوو په رامنځته کولو کې مرسته وکړي.

بغلان

د بغلان ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد نور عزیزي او ورسره مل پلاوي د احمدزیو او خواجه کمال د هلکانو لېسو له اداري او تدریسي چارو څخه څارنه وکړه.
په دې کتنه کې د پوهنې رئیس د زده کوونکو حاضري، د ښوونکو کاري پلانونه او د تدریس مېتودونه او یو شمېر نور مسایل وڅېړل او د پوهنې د کیفیت پر ښه والي یې ټینګار وکړ.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۴:۵۷
Background image

رسنیزبلنلیک

په پلان کې ده، چې د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ د ۱۲ بابه ښوونځیو سپورټي لوبډلو ترمنځ د فوټبال او والیبال خزاني سیالۍ، د پوهنې وزارت د بدني روزنې مسئولینو په حضور کې پیل شي.

وخت: ۱۴۴۷/۵. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۴:۵۰
Background image

د پوهنې محترم وزیر په سرپل ولایت کې څه د پاسه ۸۹ مېلیونه افغانیو په لګښت ۸۹ ترميماتي پروژې پرانيستې

د هېواد د پوهنې وزير محترم الحاج مولوي حبيب الله آغا، شمالي ولايتونو ته د خپلو رسمي سفرونو په ترڅ کې، سرپل ولايت ته ورسېد او هلته یې د ولايتي مقاماتو او پوهنې مسئولينو سره تر ليدنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۴:۴۸
Background image

په هرات ولایت کې له ۸۰ تنو راستنېدونکو کډوالو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د هرات ولایت پوهنې ریاست د روان لمریز کال په شپږم دور ازموینه کې، له ۸۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت په موخه ازموینه واخیسته.
په همدې مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې د یاد ولایت. . .

BACK TO NEWS