لغمان کې د کلنۍ ازموينو لړۍ پېل شوه!
نن شنبه د ۱۳۹۹ کال د وږي لومړۍ نيټه د لغمان ولايت د پوهنې رياست اړونده دولتي ښوونځيو لسم، يوولسم او دولسم ټولګيو او د خصوصي ښوونځيو له لومړي ټولګي تر دولسم ټولګي پورې د کلنیو آزموينو لړۍ پېل شوه.
دا په داسې حال کې ده چې په هيواد کې د کرونا وبا څپه خپره او اوږد قرنطين رامنځ ته شو د پوهنې وزارت او د عامې روغتيا محترم وزارت له توافق وروسته پريکړه وشوه چې له مخې يې د ښوونځيو ازموينې پېل او که د کرونا خطر شتون نه درلود نو د ابتدايه او متوسطې دورې ښوونځي به هم پېل شي.
د پوهنې ریيس د يو شمېر ښوونځيو د آزموينو صحنو څخه ليدنه وکړه د يادو ښوونځيو مسولينو ته يې لازمې سپارښتنې هم وکړې ترڅو د آزموينو لړۍ په منظم او شفاف ډول پر مخ يوړل شي.
