فاریاب ولایت کې د یو باب ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د فاریاب ولایت شیرین تګاب ولسوالۍ د الهتیاق لومړني ښوونځي د ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره، د یاد ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي حمیدالله ارشاد، چارواکو، علماءکرامو او قومي مشرانو لخوا د ۱۸۰۰ مترهمربع ځمکې په ساحه کې کېښودل شوه.
د دې ښوونځي جوړولو لګښت ۱۱ مېلیونه او ۳۷ زره افغانۍ دی، چې د پوهنې وزارت سره د همکارې ادارې لخوا به ورکړل شي.