غزني ولایت کې د ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه نوي ښوونځي د ودانۍ جوړولو بنسټ کېښودل شو

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۰:۵۹
87525

د غزني ښار اړوند حیدرآباد ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره د ۱۰ میلیونه افغانیو په لومړني لګښت کېښودل شوه، چې د جوړولو ټول لګښت یې د یادې سیمې د علم‌پرور شخصیت محترم جواد رسولي له لوري ورکول کېږي.
ټاکل شوې ده، یاده ودانۍ په دوو پوړونو کې جوړه شي، چې د اړینو او جانبي تاسیساتو ترڅنګ به ۲۴ درسي ټولګي او ۲ اداري خونې ولري. 
د دغې ودانۍ په جوړېدو سره به لسګونو زده‌کوونکو ته مناسب او معیاري درسي چاپېریال برابر شي.
د پوهنې وزارت مشرتابه د هېواد د تعلیمي نظام د ملاتړ په برخه کې د خلکو له همکارۍ او مرستو څخه د مننې او قدردانۍ څرګندونه کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۵:۱
Background image

رسنیز بلنلیک

د کابل ولایت پوهنې ریاست په پام کې لري، چې د قرآن عظیم‌الشان د حسن قرائت، سیرت‌النبي ﷺ او د ساینس او ریاضیاتو مضمونونو په سیالیو کې د ممتازو زده‌کوونکو ستاینې په مناسبت، د پوهنې وزارت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۴:۲۷
Background image

د پوهنې وزارت د مرکزي ریاستونو د ودانیزو او ترمیماتي پروژو عمومي وضعیت وارزول شو

د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس، د یاد وزارت د مرکزي ریاستونو د ودانیزو او ترمیماتي پروژو د څارنې او مراقبت له انجنیرانو سره وکتل او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۴:۲۱
Background image

په تخار کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د تخار ولایت رستاق ولسوالۍ اړوند د امام بخاري ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره پر دوه جریبه ام/ارتي ځمکه کېښودل شوه.
د دغې پروژې لومړنی لګښت ۲۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی، چې د خلکو له. . .

BACK TO NEWS