غزني ولایت کې د پوهنې ریاست کارکوونکو ته د کرونا وایروس واکسین لګول کیږي
پوهنې وزارت، غزني: غزني ولایت کې د پوهنې ریاست ټولو کارکوونکو ته د کرونا وایروس واکسین لګولو لړۍ رسمآ پیل شوه.
د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست د پوهنې ریاست سره په همغږۍ، ژمنه وکړه چې د غزني ولایت په مرکز او ولسوالیو کې به د پوهنې ټولو کارکوونکو ته د کرونا وایروس واکسین لګول کیږي.
د غزني ولایت د پوهنې ریاست مرستیالې او سرپرستې میرمن رعنا نجمي د عامې روغتیا ریاست څخه د مننې ترڅنګ د یاد بهیر له پیلیدو خوښي څرګنده کړه او د پوهنې ریاست له ټولو کارکوونکو یې وغوښتل څو د کرونا وایروس واکسین ولګوي او د عامې روغتیا ریاست سپارښتنې په پام کې ونیسي.
نوموړې زیاته کړه: د واکسین لګول به له یوه اړخه د پوهنې ریاست کارکوونکي له یاد وایروس څخه خوندي کړي او بل اړخه به په ښوونځیو او ښوونیزو مرکزونو کې د یا وایروس له خوریدو مخنیوی وکړي.
