زابل کې د دوه بابه ښوونځيو نوې ودانۍ پرانېستل شوې
د پوهنې وزارت_زابل: د زابل ولایت مرکز قلات ښار د شهرنو او د نسوان سينک لومړنیو ښوونځيو نوې ودانۍ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د یادو ښوونځيو د پرانېستې په تړاو جوړو شویو مراسمو کې د زابل د پوهنې رییس نصرالله زاهد وویل، چې يادې ودانۍ د ښار جوړولو وزارت له لوري په شاوخوا (۴۴) ميليونه افغانيو په لګښت جوړې شوي، چې هره يوه يې (۸) درسي خونې، ادارې اطاق، کمپيوټر ليب، لابراتوار، د څښاک اوبو مجهز سيستم، ميز او چوکۍ ورسره احاطوي ديوال لري.
د زابل سرپرست والي حاجي عنايت الله هوتک هم د یاد ښوونځيو د پرانېستې مراسمو کې په دې ولایت کې د تعلیمي فرصتونو پر پراختیا او د ښوونې او روزنې پر کیفیي ودې ټینګار وکړ.
ښاغلي هوتک زیاته کړه، چي د يوه ښوونځي دروازې په خلاصولو سره د يوه زندان دروازه تړل کيږي او په دې برخه کې د زابل د پوهنې رياست له رهبرۍ څخه يې مننه وکړه، چې د علمي سکتور په وده کې ورځ تر بلې پرمختګ کوي. نوموړي همدا راز د محل له اوسيدونکو څخه غوښتنه وکړه، چې د ښوونځيو په برخه کې د پوهنې له رياست سره همکار پاتې شي.
