رسنیز بلنلیک

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۷ - ۱۴:۴۰
25

ټاکل شوې ده، چې د پوهنې وزارت د سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا، مسئولینو او مېلمنو په حضور کې، د یو شمېر وزارتونو او ا.مارتي ادارو ترمنځ د سواد زده کړې کچې لوړولو په موخه، د حسن همکارۍ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شي.

وخت: ۲۷/۸/۱۴۴۶ (۸/۱۲/۱۴۰۳ لمریز کال)، چهارشنبې ورځ، دسهار ۹ بجې؛

پته: کارته۴، دکابل ښار پوهنې ریاست ته څېرمه، غزني سرای، دپوهنې وزارت د ساینس مرکز تالار؛

تاسو د رسنیو ټولو محترمو خبریالانو ته په ډېر درنښت بلنه درکوو، تر څو د یادو مراسمو په خبري پوښښ کې راسره مرسته وکړئ.

د پوهنې وزارت

د نشراتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۵:۱۶
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین په مشرۍ د تدریساتو کمېسیون ۱۰۰ مه غونډه ترسره شوه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني په مشرۍ د تدریساتو کمېسیون ۱۰۰ مه نوبتي غونډه په داسې حال کې ترسره شوه، چې پکې د پورته ذکر شوي کمېسیون غړي او د ۱۲ مرکزي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۵:۱۳
Background image

په لوګر ولایت کې د تقویتي ټولګیو ښوونکو او زده‌کوونکو ته درسي مواد ووېشل شول

د لوګر ولایت پوهنې ریاست په مرکز پل‌علم ښار او ولسوالیو کې د ۲۰ بابه تقویتي ټولګیو ۲۰ تنو ښوونکو او ۶۰۰ تنو زده‌کوونکو ته درسي مواد توزیع کړل.
په دې درسي موادو کې د ښوونکو ته ۵ قلمه او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۵:۱۱
Background image

په ۳ ولایتونو کې د څه باندې ۲۰۰ مېلیونه افغانیو په لګښت د ښوونیزو مرکزونو د رغونې او ترمیم پروژې پلي کېږي

د پوهنې وزارت د ودانیو او ملکیتونو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي سمیع الحق حماس په وینا؛ د یادې ریاست د پلان او د پوهنې وزارت محترم مشرتابه د پرېکړې سره سم، د همدغې ادارې د. . .

BACK TO NEWS