د کونړ دیني مدارسو ته د قرطاسې د ویش لړۍ پیل شوه
په کونړ ولایت کې د یونیسف دفتر لخوا د ۱۶ ولسوالیو ټولو دیني مدرسو ته د قرطاسې د ویش لړۍ د ولایت مرستیال والی ، پوهنې رییس او یو شمیر مسوولینو په حضورت کی پیل شوه.
په جوړه شوي غونده کې مرستيال والي د يونيسف ادارې لخوا په ١٦ ولسواليو کي د مدارسو زده کوونکو ته د مرسته شوی قرطاسی د وېش له امله مننه وکړه، او تر څنګه یی له یاد اداری څخه په نور ښوونیزو برخو کې د همکاریو غوښتنه وکړه، هغه زیاته کړه چې موږ د ټولو مرستندویه بسټونو د کارکوونکو په خوندی امنت ساتنه کې ژمن يو.
په یاده غونډه کې د پوهنې رئیس محب الله حیدري ژمنه وکړه چې د کنړ ولایت د پوهنې د کمیت او کیفیت د لوړولو په موخه به د یونیسف د پروګرامونو د پلي کولو په برخه کې د یاد بنسټ له مسوولینو سره هر اړخیزه همکاري وکړو.
