د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت لخوا پوهنې وزارت ته ۱۵ جرېبه ځمکه ولېږدول شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۱۱:۵۷
36

د پوهنې وزارت په وړانديز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د ځانګړي حکم پر بنسټ، پوهنې وزارت ته د کندهار په میوند ولسوالۍ کې ۵ جرېبه او د ننګرهار ولایت رودات ولسوالۍ کې ۱۰ جرېبه ځمکه رسماً پوهنې وزارت ته انتقال شوه.

د یادونې وړ ده چې د همدغې ځمکې د لېږد او هوکړه لیک لاسلیکولو په مراسمو کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو د انتقال او وېش رئیس مولوي سید محمد "سعید" او د پوهنې وزارت د ملکیتونو او ودانیو د ساتنې او مراقبت رئيس مولوي سميع الحق "حماس" هم ګډون درلود.

د پوهنې وزارت مشرتابه د پوهنیز نظام پیاوړتیا برخو کې د افغانستان علم پرور ملت او رسمي ادارو له هڅو مننه کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۵:۱۶
Background image

د رسنیز بلنلیک

ټاکل شوې، چې د کابل ښار د ښوونځیو د زده‌کوونکو د ساینسي مضامینو د علمي لاسته‌راوړنو پروژو د سیالیو پایلې، د پوهنې وزارت د محترمې رهبرۍ، استادانو او د یو شمېر ښوونځیو د زده‌کوونکو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۴:۳۹
Background image

د پوهنې وزارت له لوري د کابل ښار په شمول د ۱۶ ولایتونو د مدرسینو علمي غړو لپاره څلور ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه

د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت له لوري، د کابل ښار په ګډون د ملک د ۱۶ ولایتونو د مدرسینو علمي غړو لپاره د قرآن کریم د حفظ، تجوید او قرائت په برخو کې د مسلکي وړتیاوو لوړولو څلور. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۲:۵۴
Background image

په بادغیس کې يو شمېر ښوونکو ته د مسلکي مهارتونو لوړولو روزنیزه برنامه جوړه شوه

د بادغیس ولایت د مرکز او ولسوالیو د ښوونځیو ۴۸۲ تنو ښوونکو ته د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې د مسلکي وړتیاوو لوړولو دوولس ورځنۍ روزنيزې برنامې دویم پړاو ترسره شو.
د. . .

BACK TO NEWS