د کاپیسا ولایت په امنیې قومانداني کې د سواد زده‌کړې ټولګی جوړ شو

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۱۵:۵۶
64

د بې سوادۍ له منځه وړلو او په ټولنه کې د زده‌کړې پیاوړتیا په موخه، د کاپیسا ولایت پوهنې ریاست د امنیې قومانداني اړوند ۲۹ تنو کارکوونکو او خدمتي منسوبینو لپاره د سواد زده‌کړې یو نوی ټولګی جوړ او پرانیست.

د ټولګي د پرانیستې په مراسمو کې د کاپیسا ولایت پوهنې ریاست تدریسي مرستیال وویل: د سواد زده‌کړې ټولګيو جوړولو پروسه په ټول هېواد کې پیل شوې او د افغانستان اسلامي ا.مارت د پوهنې وزارت اصلي هدف په ټولنه کې د بې سوادۍ له منځه وړل دي.

نوموړي زیاته کړه چې تر اوسه پورې د یاد ولایت په ۱۶ ا.مارتي ادارو کې د سواد زده‌کړې ټولګي ایجاد شوي او له پلان سره سم د سواد زده‌کوونکو ته د کتابونو سربېره قرطاسیه او نور درسي مواد هم وېشل کېږي.

د پولیسو قوماندانۍ رهبري د پوهنې ریاست له هڅو د ستاینې ترڅنګ، د پوهنې د پراختیا په برخه کې د متقابلې همکارۍ غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۱۴:۳۸
Background image

د پوهنې وزارت د مقام د دفتر نوی رئیس معرفي شو

د پوهنې وزارت د مقام د دفتر نوي رئیس شیخ محمد طارق طاؤس، د ښوونې او روزنې معین او د یاد وزارت کفیل الحاج مولوي سخاءالله سعید له خوا، د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې معرفي شو.

په یادو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۱۴:۳۶
Background image

غزني ولایت کې یو باب ښوونځي لپاره د سپورټ لوبغالی جوړ شو

د غزني ولایت قره باغ ولسوالۍ اړوند قلوچ عالي لېسې لپاره د ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت د فوټبال لوبغالی، پوهنې چارواکو او ځایي اوسېدونکو په حضور کې پرانیستل شو.

د سپورټ دغه لوبغالی، چې یوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۱۴:۳۵
Background image

زابل ولایت کې د یو باب ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د زابل ولایت په شاه جوی ولسوالۍ کې د عمر فاروق (رضي الله عنه) د ښوونځي نوې ودانۍ د ۳۰۰ زره افغانیو په لومړي لګښت، د سیمه ییزو خلکو په مرسته، د پوهنې چارواکو، علماء‌کرامو او مسئولینو په. . .

BACK TO NEWS