د کابل ښار په یوه ښوونځي کې کتابتون پرانیستل شو
د کابل ښار غازي عالي لېسې لپاره د پوهنې یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ، د ۸ زره امریکايي ډالرو په ارزښت یو مجهز کتابتون جوړ او د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د کابل ښار پوهنې رئیس مولوي حسیبالله صاحبزاده، د یادې ملاتړې ادارې له ملاتړ څخه د مننې ترڅنګ وویل چې دغه کتابتون د زدهکوونکو د څېړنې او مطالعې لپاره یو ارزښتناک علمي مرکز دی. نوموړي د غازي عالي لېسې له زدهکوونکو او ښوونکو وغوښتل، چې د دغه کتابتون له علمي سرچینې څخه د خپلو علمي وړتیاوو د لوړولو په موخه اغېزمنه او غوره ګټه واخلي.
