د کابل ښار په اتمه ناحیه کې د یوه ښوونځي بیارغونې پروژې څخه کتنه وشوه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۱:۳۰
ششش

د کابل ښار پوهنې ریاست چارواکو د یوه مسلکي پلاوي په ملتیا د کابل ښار په اتمه ناحیه کې د عبدالرحیم غفورزي عالي لېسې د بیارغونې له چارو څخه لیدنه وکړه.
د دغې لیدنې په جریان کې، د پروژې ټولې برخې له نږدې وارزول شوې او اړوندو چارواکو ته د پېژندل شویو ستونزو د اساسي حل په اړه اړینې سپارښتنې وشوې.
د یادې لېسې بیارغونه ۷۰ سلنه بشپړه شوې ده، لګښت یې ۶۴۹ زره ۸۰۶ افغانۍ دی چې د پوهنې د یوې ملاتړې ادارې لخوا تمویلېږي او د درسي خونو، تشنابونو او د ښوونځي د نورو برخو ترمیم پکې شامل دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۱۳
Background image

په اروزګان کې د صرف او نحوې علمي سیاليو پایلې اعلان شوې

د اروزګان ولایت پوهنې ریاست له لوري د دارالعلومونو او مدارسو د طلابو ترمنځ د صرف او نحوې مضمونونو په برخه کې د ترسره شويو علمي سیاليو پايلې اعلان شوې.
په يادو مراسمو کې د اروزګان ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۹
Background image

د پوهنې وزارت د تېرې اوونۍ مهمو فعالیتونو ته لنډه کتنه

۱- په غزني کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه٠

٢- په بدخشان کې د یوه ښوونځي نوې اداري ودانۍ پرانیستل شوه٠

٣- په کندوز کې د زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۴
Background image

په هرات کې د ښوونځیو ښوونکو ته شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د هرات ولایت د ګلران، کهسان، گذره، انجیل، شینډنډ، زاول ولسوالیو او د مرکز اړوند د ساینس او ریاضیاتو مضمونونو ۱۷۳ تنو ښوونکو ته د مسلکي ظرفیتونو لوړولو په موخه شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه. . .

BACK TO NEWS