د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا د ۳۵۴ کادري بستونو رقابتي ازموینې د پایلو اعلان په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۰:۳۸
11

د پوهنې وزارت له لوري څه موده وړاندې د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا اړوند ۳۵۴ خالي کادري بستونه د آزادې سیالۍ له لارې اعلان شوي وو، چې د موظفو علمي کمېټو له لوري د اړینو ارزونو او مراحلو له بشپړېدو وروسته یې پایلې د لاندې تړوني/ لېنک له لارې اعلان شوې:
(لېنک جدول)
۱- هغه ۳۰ تنه نوماندان چې د بریالیو کسانو په نوملړ کې شامل شوي، باید ژر تر ژره خپل تحصیلي اسناد د لوړو زده‌کړو وزارت له تأیید وروسته بشپړ او د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا ریاست ته وسپاري.(د یادو کسانو شهرتونه د جدول د «ملاحظاتو» په برخه کې درج شوي دي).
 نوماندان کولای شي، د مقررۍ د منظورۍ له ترلاسه کولو وروسته د خپلو اړوندو ولایتونو پوهنې ریاستونو ته مراجعه وکړي.
۲- هغه نوماندان چې د ریزرف په نوملړ کې شامل  شوي، که وغواړي د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا په نورو خالي بستونو کې مقرر شي، کولای شي، د وږي/ سنبلې میاشتې له لومړۍ نېټې وروسته د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا ریاست ته مراجعه وکړي.
۳- هغه نوماندان چې دویم پړاو ته بریالي شوي، باید د زمري/ اسد میاشتې له ۲۰مې تر ۲۲مې نېټې پورې د علمي کنفرانس د وړاندې کولو په موخه د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا ریاست ته حاضر شي.
۴- هغه نوماندان چې د خپلو پایلو په اړه شکایت لري، کولای شي، د پایلو د اعلان له نېټې څخه تر دریو ورځو پورې خپل شکایتونه د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا ریاست ته وسپاري.
۵- هر هغه نوماندان چې د بریالیتوب لازمې نمرې یې ترلاسه کړې دي، د قانوني مراحلو له بشپړېدو وروسته دې مستقیماً د خپلو اړوندو ولایتونو پوهنې ریاستونو ته مراجعه وکړي.

د پوهنې وزارت
د نشراتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۲۸
Background image

په سرپل کې د یوه دارالحفاظ د ترمیم پروژه پیل شوه

د سرپل ولایت په مرکز کې د «شهید داملا عبدالرحمن» دارالحفاظ د ترمیم پروژه د پوهنې وزارت له بودیجې څخه د ۱ میلیونه، ۵۴۱ زره او ۳۷۵ افغانیو په لګښت پیل شوه.
د سرپل ولایت د پوهنې ریاست. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۲۳
Background image

په لوګر کې د یوه ښوونځي لپاره د ۴ درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت مرکز پل‌علم ښار اړوند پیاروخېل لېسې لپاره د څلورو نویو درسي ټولګیو جوړولو چارې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ د ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې.
د پوهنې ریاست مسوولینو د پوهنې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۱۹
Background image

په پروان کې د راستنېدونکو کډوالو له ۲۵۰ ماشومانو څخه د زده‌کړې کچې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د پروان ولایت پوهنې ریاست د راستنېدونکو کډوالو ماشومانو د زده‌کړې کچې د تثبیت په موخه له ۲۵۰ ماشومانو څخه د تثبیت ازموینه واخیسته.
د پوهنې ریاست مسوولینو په وینا، ټاکل شوې یاد ماشومان. . .

BACK TO NEWS