د پکتیکا ولایت پوهنې رئیس د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو له معین سره وکتل

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۹ - ۱۳:۳۳
oiu
د پکتیکا ولایت پوهنې رئیس مولوي عبدالوکیل خالد د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو له معین الحاج مولوي کرامت الله آخندزاده سره د نوموړي په کاري دفتر کې وکتل.
دواړو لوریو د یاد ولایت د پوهنې په تړاو د اوسنیو پرمختګونو او ننګونو په اړه بحث او نظرونه تبادله کړل.
په دې کتنه کې د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معين د یاد ریاست له کړنو څخه د ستاینې ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د همدغه ادارې ستونزې به د پوهنې وزارت له مشرتابه سره شريکې کړي.
په پاى کې د پکتيکا پوهنې رئيس ددغه وزارت له اسلامي زده کړو معین څخه مننه وکړه، چې د خپلو مصرفیتونو سره-سره یې ورته د لیدنې فرصت برابر کړ.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۵:۵۰
Background image

د لوګر ولایت پوهنې ریاست کارکوونکو لپاره مسلکي سیمینار جوړ شو

د لوګر ولایت پوهنې ریاست، د ا.ا.ا. د چارو ادارې لوی ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست په همکارۍ، د تعلیمي ادارو د اداري چارو د اصلاح او آسانتیا په موخه، د ساده شويو اداري. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۵:۳۹
Background image

په هرات ولایت کې د سواد زده‌کړې ۱۸۸ بابه کورسونه جوړ شول

د ۱۴۰۴ لمریز کال په لومړیو درېیو میاشتو کې، د هرات ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د سواد زده‌کړې ۱۸۸ بابه کورسونه پرانیستل شوي، چې له ۴۱۵۴ څخه ډېر زده‌کوونکي یې جذب کړي دي.

د هرات ولایت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۵:۳۷
Background image

د زابل ولایت د ښوونکو مسلکي پراختیا علمي غړو لپاره روزنیز سیمینار جوړ شو

د زابل ولایت پوهنې ریاست په قلات ښار او ولسوالیو کې د ښوونکو د مسلکي پراختیا، پوهنې آمرینو او یو شمېر علمي غړو لپاره د عملیاتي پلان پلي کولو په موخه، یو ورځنی روزنیز سیمینار جوړ کړ.

په. . .

BACK TO NEWS