د پکتیکا ولایت په یوباب لېسه کې کتابتون پرانیستل شو

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۰ - ۱۰:۴۴
sd

د سید جلال بخاري لېسې لپاره جوړ شوی نوی کتابتون د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې د یو لړ هغو رسمي مراسمو په ترڅ کې پرانستل شو، چې پکې د پوهنې ریاست استازو، علماءکرامو او یو شمېر سیمه‌ییزو شخصیتونو هم ګډون درلود.

د پوهنې ریاست چارواکو د لېسې له رهبرۍ او د والدینو شورا څخه د یاد کتابتون په جوړولو کې د فعالې ونډې له امله مننه وکړه.

د یادې لېسې آمر د کتابتون جوړولو پروسې په اړه هم ګډون‌والو ته معلومات ورکړل او ویې ویل چې تر اوسه پورې د کتابتون لپاره ۱۰۰۰ ټوکه مختلف علمي او مطالعاتي کتابونه راټول او دا پروسه لاهم روانه ده.

د یادونې وړ ده چې همدغه کتابتون به د زده‌کوونکو علمي کچې لوړولو سربېره د لوستلو کلتور ته وده ورکولو کې هم مؤثر رول ولوبوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۴:۱۹
Background image

په بغلان کې ښوونځیو ته د درسي مرستندویه توکو وېش بهیر پیل شو

د بغلان ولایت په مرکز او اوو ولسوالیو کې د ۱۵۴ ښوونځیو زده‌کوونکو او ښوونکو ته د قرطاسیې او درسي مرستندویه توکو وېش بهیر په رسمي ډول پیل شو.
د دې پروګرام له مخې به ټولټال ۲۷ زره او ۸۲۰. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۴:۵
Background image

په لوګر کې یوې مدرسې ته اداري ودانۍ جوړېږي

د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ آب‌بازک کلي په حضرت عبدالله بن مسعود رضي‌الله‌عنه مدرسه کې د یوې اداري خونې او دهلېز جوړولو چارې پیل شوې دي.
د یادو برخو د جوړولو لګښت شاوخوا ۱۵۰ زره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۳:۵۷
Background image

د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې رئیس لوګر ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې رئیس محترم مولوي غلام‌ربي رباني، د یوه رسمي سفر په ترڅ کې لوګر ولایت ته لاړ او هلته یې له پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي ګل‌ولي متقي او د پوهنې ریاست د. . .

BACK TO NEWS