د پوهنې وزارت مشرتابه د خصوصي ښوونیزو بنسټونو له مسئولینو سره مشورتي ناسته وکړه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین الحاج مولوي سخاءالله سعید، په داسې حال کې چې د یاد وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس الحاج مولوي شهاب الدین ثاقب او د خصوصي تعلیمي مرکزونو د فعالیتونو مقررې د تعدیل کمیسیون تخنیکي غړي هم حاضر وو؛ د خصوصي ښوونځیو له مؤسسینو او مدیرانو سره په کتنه کې د مقررې د تعدیل د محوریت په اړه مفصلې خبرې وکړې.
د مسئولینو په وینا: د زده کوونکو له والدینو او د خصوصي ښوونیزو مرکزونو له مسئولینو سره یې د مشورتي ناستو موخه چې په جلا جلا توګه ترسره شوې، د خصوصي ښوونیزو مرکزونو د فعالیتونو د تنظیم په اړه د هغوی د مشورو، نظریاتو او وړاندیزونو راټولول وو؛ تر څو د دې په رڼا کې یوه داسې مقرره جوړه شي، چې د زده کونکو، ښوونکو او د یادو مرکزونو بنسټ اېښودونکو ته ځواب ویونکې وي او پر مټ یې په هیواد کې د تعلیمي پروسې د کیفیت او کمیت په لاښه کولو کې اغیزمنه واقع شي.
د خصوصي ښوونیزو مرکزونو مؤسسینو او مديرانو د خصوصي تعلیمي بنسټونو د فعاليتونو د مقررو بيا کتنې په ځانګړي ډول د يوه روښانه راتلونکې ټاکلو په اړه د دغه وزارت د رهبرۍ له پاملرنې څخه د ستاینې ترڅنګ ډاډ ورکړ چې د دې مقررې په تطبیق کې به له پوهنې وزارت سره همکاري وکړي.