د پوهنې وزارت محترم سرپرست لخوا، پکتیکا ولایت کې د ۱۹۲ مېلیونه افغانیو په لګښت، د ۱۵ بابه ښوونځیو ودانۍ پرانیستل شوې

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۵:۳۳
144

د پوهنې وزارت سرپرست محترم الحاج مولوي حبیب الله آغا او ورسره مل پلاوي، د هېواد سویل ختیزو ولایتونو ته د خپل رسمي سفر پر مهال، د پکتیکا ولایت په مرکز او ۱۴ ولسوالیو کې د ۱۵ بابه ښوونځیو د ودانیو پرانیستنې په مراسمو کې ګډون وکړ.

د پوهنې وزارت مسئولینو په وینا: دغه نوې ودانۍ چې رغنیزې چارې یې تېر کال د پوهنې وزارت لخوا د همکارو ادارو په مالي ملاتړ د ۱۹۲ مېلیونه افغانیو په ټولیز لګښت پیل شوې وې، د نوې او معیاري طرحې پر بنسټ جوړې شوې او په کې درسي ټولګي، اداري خونې، تشنابونه، د څښاک پاکو اوبو څاګانې او د برېښنا سیسټمونه شامل دي، چې اوسمهال یې رغنیز کارونه بشپړ او د پوهنې وزارت سرپرست له خوا په رسمي ډول ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د پوهنې وزارت محترم سرپرست د پورته ذکر شویو مرکزونو د پرانیستې په مراسمو کې د خپلې وینا پر مهال، د زده‌کوونکو لپاره د مناسب تعلیمي چاپېریال رامنځته کول او ټولنې ته د پوه او متخصصو کادرونو وړاندې کولو لپاره، د زده کړې کیفیت لالوړول خورا مهم وګڼل او زیاته یې کړه: "زموږ هدف یوازې د ښوونځیو جوړول نه دي، بلکې موږ غواړو د زده کړې کیفیت لاپسې لوړ کړو، ښوونکي وروزو او اړین تدریسي مواد چمتو کړو، ترڅو د زده‌کوونکو لپاره یو معیاري ښوونیز او روزنیز چاپېریال رامنځته شي او ټولنه د پرمختګ او ښېرازۍ په لور سوق شي.

همدارنګه د پکتیکا ولایت مرستیال والي محترم مخدوم عبدالسلام سعادت، یاد ولایت ته د پوهنې وزارت د مشرتابه له سفر څخه د تود هر کلي ترڅنګ، د موضوع په اړه څرګنده کړه چې: "د پوهنې په برخه کې د داسې ودانیو جوړول د پکتیکا ولایت لپاره یوه ډېره مهمه لاسته راوړنه ده."

په همدې ډول، د پکتیکا ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد د هېواد په کلیو او ښارونو کې د پوهنې د پراختیا او انکشاپ په برخه کې د پوهنې وزارت د مشرتابه له هڅو ستاینه وکړه او ویې ویل: "د دغو ښوونځیو جوړول زموږ په ولایت کې د تعلیمي او روزنیز بدلون په لور یو مثبت پیل دی، چې موږ یې د ماشومانو او زده‌کوونکو د زده‌کړې لپاره په سمه او سالمه توګه کارولو ته ژمن یو."

د یادونې وړ ده، چې د پورته ذکر شویو سیمو اوسېدونکو، په ځانګړې توګه د زده‌کونکو والدینو، د پوهنې وزارت له دغه نېک اقدام څخه د ستاینې او تود هرکلي سربېره، د وزارت لخوا دغه کړنه د تعلیمي آسانتیاوو برابرولو لپاره یو عملي ګام وباله.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۴:۱۴
Background image

د کابل ښار پوهنې ریاست د ښوونکو مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه سیمینار جوړ کړ

 د کابل ښار پوهنې ریاست د ۱۶ ولسوالیو د ساینس او ​​ریاضياتو ۲۰۰ تنو ښوونکو لپاره ۶ ورځنی علمي او مېتودولوژیکي سیمینار پیل کړ.
د یاد پروګرام د پرانیستې په مراسمو کې، د پوهنې چارواکو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۴:۱۰
Background image

په څو ولایتونو کې د ساینس او ​​ریاضياتو ښوونکو لپاره د وړتیا لوړولو ورکشاپونه پیل شول

د پوهنې وزارت لخوا په بامیان، دایکنډي، غور او کاپیسا ولایتونو کې، د ښوونکو د علمي او مسلکي کچې لوړولو لپاره، د ساینس او ​​ریاضياتو ۵۰۰ تنو ښوونکو لپاره د مسلکي ظرفیت لوړولو ۶ ورځني او ۸. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۴:۷
Background image

په پکتیکا ولایت کې د ښوونځي جوړولو لپاره یو جریب ځمکه ورکړل شوه

د پکتیکا ولایت ارګون ولسوالۍ اوسېدونکو لخوا په یاده ولسوالۍ کې د شهید ابوبکر لومړني ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ جوړولو په موخه یو جریب ځمکه وقف شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي. . .

BACK TO NEWS