د پوهنې وزارت مالي او اداري محترم معین د هرات ولایت د مدارسو ثانویه او مافوق ثانویه مرحلو له مشترکو ازموینو څخه څارنه وکړه
د پوهنې وزارت مالي او اداري معین محترم الحاج مولوي صبغت الله وصیل په مشرۍ پلاوي په داسې حال کې چې د هرات ولایت پوهنې مسئولینو یې هم ملتیا کوله، په یاد ولایت کې د ۱۴۴۷ هـ ق کال د مدارسو د ثانویه او مافوق ثانویه مرحلو مشترکې ازموینې رسماً پیل کړې.
د پوهنې وزارت مالي او اداري محترم معین د ازموینو پرانیستلو پر مهال، د بشپړ چمتووالي، روڼتیا ډاډمنولو، نظم او ډسپلین په مراعاتولو ټینګار وکړ او له څارنیز پلاوي څخه یې وغوښتل، ترڅو د پورته ذکر شویو ازموینو پرمختګ د ولایتونو له پوهنې مسئولینو سره په ګډه وڅاري.
همدارنګه د پوهنې وزارت د دارالعلومونو رئیس محترم مولوي عبدالقدوس قدوسي وویل: بریالیو طلابو ته به د دولسم او څوارلس پاس په سویه تحصیلي اسناد ورکړل شي.
په همدې حال کې د هرات پوهنې رئیس محترم مولوي رحمت الله جابر د دغې پروسې د روڼتیا او عدالت ډاډ ورکړ او ویې ویل چې یادې ازموینې به شپږ ورځې دوام وکړي او د خامسه، ثانویه او مافوق ثانویه مرحلو شاوخوا ۱۷۰۰ تنه طلاب به پکې برخه واخلي.
د یادونې وړ ده چې د پوهنې وزارت اسلامي زدهکړو معینیت له پلان سره سم به د دیني مدارسو د ثانويه او مافوق ثانویه ازموینې په ټول ملک کې په یو وخت پیل او شپږ ورځې به دوام وکړي.
