د پوهنې وزارت له لوري د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا علمي غړو اړوند ۳۵۴ کادري بستونو لپاره ډله‌ییزه رقابتي ازموینه واخیستل شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۲:۱۸
998

د پوهنې وزارت لخوا، د ولايتونو د مرکزونو او ولسواليو د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا علمي غړو اړوند ۳۵۴ کادري بستونو ډکولو په موخه ډله‌ییزه رقابتي ازموینه ترسره شوه.
ياده ازموینه د نصاب او د ښوونکو مسلکي پراختیا لوی رئیس محترم الحاج مولوي اول ګل ایوبي، د ښوونکو د مسلکي پراختیا رئیس محترم مولوي محمدابراهیم عمري او مسٸولینو په حضور کې په شفاف او منظم ډول واخیستل شوه.
په همدې مناسبت د ښوونکو د مسلکي پراختیا رئیس محترم مولوي محمدابراهیم عمري وویل چې، یاد کادري بستونه د آزادې او رڼې سیالۍ له لارې اعلان شوي، ترڅو د علمي وړتیا، مسلکي تخصص او کاري تجربې لرونکي اشخاص د ښوونیز نظام د لا پیاوړتیا او پرمختګ لپاره جذب شي.
نوموړي زیاته کړه چې د استخدام په ټولو پړاوونو کې د عدالت، شفافیت او وړتیا اصل په بشپړ ډول مراعاتېږي او هڅه کېږي چې د رقابتي ازموینو له لارې مستحق، وړ او بااستعداده کسان د علمي غړو په توګه وټاکل شي.
د چارواکو په وینا، د یادو ۳۵۴ کادري بستونو لپاره له ولایتونو څخه شاوخوا ۶۰۰ تنو نوم‌لیکنه کړې وه، چې له هغوی څخه به د ازموینې د پایلو او قانوني مراحلو له بشپړېدو وروسته ۳۵۴ تنه مسلکي او تخصصي کسان د اړوندو بستونو لپاره غوره او وګومارل شي.
د پوهنې وزارت مشرتابه د ښوونیز نظام کیفیت لوړول، د ښوونکو مسلکي وړتياوو پیاوړتیا او د وړ بشري ځواک جذب د خپلو لومړیتوبونو له جملې څخه ګڼي او په همدې موخه د رڼو رقابتي پروسو له لارې د متخصصو کادرونو جذب ته ځانګړې پاملرنه کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۵:۱
Background image

رسنیز بلنلیک

د کابل ولایت پوهنې ریاست په پام کې لري، چې د قرآن عظیم‌الشان د حسن قرائت، سیرت‌النبي ﷺ او د ساینس او ریاضیاتو مضمونونو په سیالیو کې د ممتازو زده‌کوونکو ستاینې په مناسبت، د پوهنې وزارت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۴:۲۷
Background image

د پوهنې وزارت د مرکزي ریاستونو د ودانیزو او ترمیماتي پروژو عمومي وضعیت وارزول شو

د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس، د یاد وزارت د مرکزي ریاستونو د ودانیزو او ترمیماتي پروژو د څارنې او مراقبت له انجنیرانو سره وکتل او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۴:۲۱
Background image

په تخار کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د تخار ولایت رستاق ولسوالۍ اړوند د امام بخاري ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره پر دوه جریبه ام/ارتي ځمکه کېښودل شوه.
د دغې پروژې لومړنی لګښت ۲۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی، چې د خلکو له. . .

BACK TO NEWS