د پوهنې وزارت سر پرستې د دغه وزارت له معیینانو سره لیدنه وکړه
پوهنې وزارت_کابل: د پوهنې وزارت سر پرستې آغلې رنګینې حمیدي د پوهنې وزارت له معیینانو او یو شمیر رییسانو سره کتنه وکړه او په یو شمیر کاري مسایلو یې سره خبرې وکړي.
په دې لیدنه کې چې د پوهنې وزارت د کنفرانسونو په تالار کې تر سره شوه په اوسنیو شرایطو کې د پوهنې وزارت پر لومړیتوبونو خبرې وشوې.
د پوهنې وارت سرپرستې آغلې حمیدي په هیواد کې د زده کړې پر ارزښت او اهمیت ټینګار وکړ او ډاډ یې ورکړ چې د پوهنې وزارت له کارمندانو سره په همغږۍ به لومړیتوبونه په ګوته کوو.
د پوهنې وزارت معیینانو او رییسانو هم د پوهنې وزارت له نوې رهبرۍ سره د خپلې هر راز همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
