د پوهنې وزارت سرپرست په یو رسمي سفر فراه ولایت ته ولاړ

د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا د کندهار ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي فخرالدین «نقشبندي» په ملتیا، فراه ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د پوهنې له مسئولینو، یو شمېر علماءکرامو او قومي مشرانو سره په کتنه کې، د یاد وزارت د قوانینو او کړنلارو د تشرېح کولو ترڅنګ، د دیني او عصري علومو د رول او اهمیت په اړه مهمې هراړخیزې خبرې وکړې.
نوموړي د یاد سفر پر مهال، د فراه ولایت په ولسوالیو کې د جامعه الاسراء مدرسې سربېره له یو شمېر نورو دیني مدارسو څخه هم لیدنه وکړه.
همدارنګه د پوهنې وزارت سرپرست، د یو شمیر چارواکو او علماءکرامو سره په ګډه، د فراه ولایت مرکز اړوند په مرواري کلي کې د یوه لوی دیني مرکز په پرانیستلو او تاسیس کې هم ګډون وکړ.
مسئولینو او د خلکو استازو د پوهنې وزارت د سرپرست له سفر څخه تود هرکلی وکړ او د خپلو سیمو اړوند یې یو لړ وړاندیزونه او ستونزوې هم له نوموړي سره شریکې کړې.