د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین د کابل ولایت اړوند قلعه مراد بیک عالي لېسې له آزموینو بهیر څخه لیدنه وکړه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۰:۱۳
214

د پوهنې وزارت د ښوونې او رزونې محترم الحاج مولوي سخاء الله سعید، په داسې حال کې چې د یاد وزارت د کارپوه محترم نجیب الله کامران او د کابل ولایت شکردرې ولسوالۍ پوهنې آمریت مسئولینو یې ملتیا کوله، د قلعه مراد بیک عالي لېسې د زده‌کوونکو له څلور نیم میاشتنیو آزموینو څخه لیدنه وکړه.
د پوهنې وزارت محترم معین د یادې لېسې د رهبرۍ ټیم او ښوونکو سره تر لیدنې وروسته، له چارواکو سره د آزموینې په پروسه کې د مناسبې فضا او روڼتیا، د زده‌کوونکو لپاره د سالم ښوونیز چاپېریال برابرولو په اړه مفصلې خبرې وکړې او ورپسې ټولګیو ته لاړ او د زده‌کوونکو آزموینې پروسه یې له نږدې وڅاره.
د دغې لیدنې پرمهال د شکردرې ولسوالۍ پوهنې چارواکو او د لېسې مشرتابه هر یو د پوهنې قدرمن معین ته ښه راغلاست ووایه او ډاډ یې ورکړ چې د تل په څېر به خپلې دندې په صادقانه او وفادارۍ سره د اصولو سره سمې ترسره کړي او د زده‌کوونکو د پوهې کیفیت لالوړولو په برخه کې به نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۴:۱۹
Background image

په بغلان کې ښوونځیو ته د درسي مرستندویه توکو وېش بهیر پیل شو

د بغلان ولایت په مرکز او اوو ولسوالیو کې د ۱۵۴ ښوونځیو زده‌کوونکو او ښوونکو ته د قرطاسیې او درسي مرستندویه توکو وېش بهیر په رسمي ډول پیل شو.
د دې پروګرام له مخې به ټولټال ۲۷ زره او ۸۲۰. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۴:۵
Background image

په لوګر کې یوې مدرسې ته اداري ودانۍ جوړېږي

د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ آب‌بازک کلي په حضرت عبدالله بن مسعود رضي‌الله‌عنه مدرسه کې د یوې اداري خونې او دهلېز جوړولو چارې پیل شوې دي.
د یادو برخو د جوړولو لګښت شاوخوا ۱۵۰ زره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۳:۵۷
Background image

د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې رئیس لوګر ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې رئیس محترم مولوي غلام‌ربي رباني، د یوه رسمي سفر په ترڅ کې لوګر ولایت ته لاړ او هلته یې له پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي ګل‌ولي متقي او د پوهنې ریاست د. . .

BACK TO NEWS