د پوهنې وزارت د ښوونیز نصاب او د ښوونکو د مسلکي پراختیا لوی رئیس هرات ولایت ته په رسمي سفر ولاړ

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۰ - ۱۲:۱۷
14

د پوهنې وزارت د ښوونیز نصاب او د ښوونکو د مسلکي پراختیا لوی رئیس الحاج مولوي اول ګل ایوبي او ورسره مل پلاوی، د خپل رسمي سفر په ترڅ کې هرات ولایت ته ورسېد.

د پوهنې وزارت د ښوونیز نصاب او د ښوونکو د مسلکي پراختیا لوی رئیس د هرات ولایت له پوهنې مسئولينو، د ښوونيز نصاب او د ښوونکو د مسلکي پراختيا مديريت له غړو سره په کتنه کې، د مسلکي ښوونکو لپاره د ښوونیزو کړنو د تنظیم په تړاو تفصیلي خبرې وکړې.

همدارنګه نوموړي د پوهنې رياست د بېلابېلو څانګو له کړنو د ستاينې په ترڅ کې، هرات ولايت ته د دغه پلاوي د سفر موخه، د ښوونکو د روزنې د علمي غړو د دندو د لايحې لارښوونه او د هغو پلي کول وبلل.

ورپسې د هرات ولايت پوهنې رئيس روز الدين اسحق يادولايت ته د پوهنې وزارت د پلاوي له ورتګ هرکلى وکړ او ويې ويل، چې د دغه ولايت پوهنې رياست مشرتابه د پوهنې د پراختيا او بډاينې لپاره نه ستړي کېدونکې هلې ځلې کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۳۰
Background image

وضاحت:

د پوهنې وزارت په ټولنیزو رسنیو کې د هغې خپرې شوی ویډیو حقیقت جدي تعقیب کړ چې پکې یو طالب‌العلم د خپل استاد له لوري وهل کېږي.
 معلومات ښيي چې دغه پېښه، د تېر ۱۴۰۴ کال په حوت میاشت کې، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۲
Background image

په بادغیس کې ۳۰ ښوونځیو ته د لمریزې برېښنا برابرولو چارې پیل او څلور نور ترمیم شول

د بادغیس ولایت مرکز سربېره په قادس، مقر، آب‌کمري، بالامرغاب او جوند ولسوالیو کې د ۳۰ ښوونځیو لپاره د لمریزې برېښنا سیسټمونو چارې پیل شوې دي.
په ورته مهال، د یاد ولایت په مقر، قادس او آب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۰
Background image

په غزني کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند نجـم‌العلوم للبنات مدرسې نوې ودانۍ، چې څه موده مخکې د یو جریب ځمکې پر سر د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت یې د جوړولو چارې پیل شوې وې، بشپړه او د یوې. . .

BACK TO NEWS