د پوهنې وزارت د ښوونیز نصاب او د ښوونکو د مسلکي پراختیا لوی رئیس بلخ ولایت ته په رسمي سفر ولاړ

media-moe
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۲ - ۰:۲۶
12

د پوهنې وزارت د ښوونیز نصاب او د ښوونکو د مسلکي پراختیا لوی رئیس الحاج مولوي اول ګل ایوبي او ورسره مل پلاوی، د خپل رسمي سفر په ترڅ کې بلخ ولایت ته ورسېد.

په پیل کې د پوهنې وزارت د ښوونیز نصاب او د ښوونکو د مسلکي پراختیا لوی رئیس د بلخ ولایت له پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالجلیل شهید خېل سره په پوهنیزو موضوعاتو بحث او تفصیلي خبرې وکړې.

نوموړي یاد ولايت ته د خپل سفر اساسي موخه د نصاب او د ښوونکو د مسلکيتوب په برخو کې د پوهنیزو اړتياوو څېړل ياد کړل او د دغه ولايت د ښوونځيو د ښوونکو د وړتیاوو پر لوړولو يې هم ټينګار وکړ.

ورپسې د بلخ ولایت پوهنې رئیس یاد پلاوي ته د ښه راغلاست پر مهال، په دغه ولایت کې د ښوونکو د وړتیا لوړونې او مسلکي کولو په برخه کې د پوهنې وزارت اغېزمن پلانونه وستایل او په پوهنیزه برخه کې یې د پوهنې وزارت له مشرتابه څخه د لازیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.

ياد پلاوي د ښوونکو د وړتیا لوړونې له هغه ۱۲ ورځني روزنیز سيمينار څخه هم ليدنه وکړه، کوم چې د یو همکار بنسټ په مالي ملاتړ جوړ شوی ؤ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۳:۴
Background image

په ټول هېواد کې نوی ښوونیز کال په رسمي ډول پیل وشو

د ولایتونو د پوهنې ریاستونو څخه د ترلاسه شوو راپورونو له مخې، نوی تعلیمي کال د هېواد په سړو سیمو او ولایتونو کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د پوهنې مسئولینو، د ا/سلامي ا/مارت د ولایتي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۲:۵۴
Background image

په سړو سیمو او ولایتونو کې نوی ۱۴۰۵ ښوونیز کال په رسمي ډول پیل شو

د ملک په سړو سیمو کې نوی ۱۴۰۵ ښوونیز کال، د پوهنې وزارت محترمې رهبرۍ، لوړو پوړو چارواکو، د افغانستان ا/سلامي ا/مارت د کابینې یو شمېر غړو، مېلمنو، علماءکرامو، استادانو، ښوونکو، زده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۴:۵۶
Background image

د دیني مدارسو د ثانويه او مافوق ثانويه مرحلو اړوندو ازموینو د نه قناعت په تړاو د پوهنې وزارت خبرتیا

د هېواد د دیني مدارسو هغو طالبان‌العلم ته چې د ثانويه او مافوق ثانويه مرحلو ازموینې یې د ۱۴۴۷ هـ ق کال په رجب المرجب میاشتې کې ترسره کړې دي او له خپلو نمرو څخه قناعت نه لري، خبر ورکول. . .

BACK TO NEWS