د پوهنې وزارت د نصاب او مسلکي پراختیا لوی رئیس فاریاب ولایت ته لاړ

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۵:۲۴
6541

د پوهنې وزارت د نصاب او مسلکي پراختیا لوی رئیس محترم الحاج مولوي اول ګل ایوبي، د یو رسمي کاري سفر په ترڅ کې د فاریاب ولایت مرکز میمنې ښار ته ورسېد.
نوموړي د یاد ولایت له پوهنې رئیس او مسئولینو سره تر لیدنې او خبرو اترو وروسته، د ساینس عمومي مدیریت له علمي غړو او د ښوونکو مسلکي پراختیا مرکزي هستې له کارکوونکو سره ناسته وکړه.
د نصاب او مسلکي پراختیا محترم لوی رئیس په خپلو خبرو کې مسئولین د ښوونې او روزنې د چارو ښه والي، د تعلیمي او تربیوي بهیر د ودې، د تدریسي کیفیت لوړوالي او په ښوونځیو کې د تعلیمي وضعیت ښه کېدو په اړه خپلو دندو او مسئولیتونو ته متوجې کړل او ویې ویل چې د خپل سفر موخه یې په فاریاب ولایت کې د تقویتي ټولګیو له تدریسي بهیر څخه لیدنه او ارزونه ده.
همدارنګه نوموړي د میمنې ښار په افغان‌کوټ لېسه کې له دوو تقویتي ټولګیو څخه لیدنه وکړه او د شیرین تګاب ولسوالۍ د تقویتي ټولګیو او د شمس‌الدین شهید لېسې څخه یې هم لیدنه وکړه.
پلاوي تدریسي بهیر او د زده‌کوونکو تعلیمي سویه د قناعت وړ وبلله او وروسته یې د اندخوی ولسوالۍ د ښوونکو له روزنیز ورکشاپ څخه لیدنه او څارنه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۵:۲۴
Background image

د پوهنې وزارت د نصاب او مسلکي پراختیا لوی رئیس فاریاب ولایت ته لاړ

د پوهنې وزارت د نصاب او مسلکي پراختیا لوی رئیس محترم الحاج مولوي اول ګل ایوبي، د یو رسمي کاري سفر په ترڅ کې د فاریاب ولایت مرکز میمنې ښار ته ورسېد.
نوموړي د یاد ولایت له پوهنې رئیس او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۵:۲۱
Background image

په زابل ولایت کې تعلیمي بنسټونو ته ۵ جریبه ځمکه وقف شوه

د زابل ولایت د سیوري ولسوالۍ یو شمېر ځوانانو او د پوهنې مینه‌والو اوسېدونکو په خپله سیمه کې درېیو بېلابېلو تعلیمي او ښوونیزو بنسټونو ته په لاندې ډول ځمکه وقف او مرسته کړې ده:
د ګزک کلي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۴:۳۰
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست او د امربالمعروف او نهی عن المنکر د تنفیذ کمېټې په نوښت، د کابل ښار ځینو تعلیمي حوزو ښوونکو لپاره یو ورځنی اصلاحي سیمینار جوړ شو

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست او د امربالمعروف او نهی عن المنکر د تنفیذ کمېټې په نوښت، د کابل ښار لومړۍ، دویمې، درېیمې او لسمې ښوونیزو حوزو ښوونکو لپاره یو ورځنی اصلاحي او روزنیز. . .

BACK TO NEWS