د پوهنې وزارت د نشراتو او عامه اړیکو محترم رئیس د کابل ولایت یو شمېر تعلیمي مرکزونو د آزموینې له پروسې څخه لیدنه وکړه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۳۰ - ۱۰:۴۱
48

د پوهنې وزارت د نشراتو او عامه اړیکو رئیس محترم مفتي حبیب الله «قتاده نوري» د یو پلاوي سره د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ ته لاړ او هلته یې د پوهنې چارواکو سره په ګډه د پغمان ولسوالۍ مرکزي لېسې، شرق خصوصي لېسې او د سیدنا حمزه دیني مدرسې د زده‌کوونکو څلور نیم میاشتنیو ازموینو څخه څارنه او ارزونه وکړه.

په پيل کې د پوهنې وزارت د نشراتو او عامه اړیکو رئیس د پورته ذکر شویو تعلیمي مرکزونو له چارواکو سره وکتل او په آزموینو کې یې د روڼتیا، پر وخت د اداري اسنادو او پایلو طی مراحل کولو، مسئولیتونو ته پاملرنې او زده‌کړې ته د زده‌کوونکو هڅولو په اړه ویناوې وکړې.

ورپسې د پورته ذکر شویو تعلیمي مرکزونو چارواکو او کارکوونکو د پوهنې وزارت د نشراتو او عامه اړیکو د رئیس له ورتګ څخه هرکلی او خوښي څرګنده کړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۴:۱۹
Background image

په بغلان کې ښوونځیو ته د درسي مرستندویه توکو وېش بهیر پیل شو

د بغلان ولایت په مرکز او اوو ولسوالیو کې د ۱۵۴ ښوونځیو زده‌کوونکو او ښوونکو ته د قرطاسیې او درسي مرستندویه توکو وېش بهیر په رسمي ډول پیل شو.
د دې پروګرام له مخې به ټولټال ۲۷ زره او ۸۲۰. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۴:۵
Background image

په لوګر کې یوې مدرسې ته اداري ودانۍ جوړېږي

د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ آب‌بازک کلي په حضرت عبدالله بن مسعود رضي‌الله‌عنه مدرسه کې د یوې اداري خونې او دهلېز جوړولو چارې پیل شوې دي.
د یادو برخو د جوړولو لګښت شاوخوا ۱۵۰ زره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۳:۵۷
Background image

د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې رئیس لوګر ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې رئیس محترم مولوي غلام‌ربي رباني، د یوه رسمي سفر په ترڅ کې لوګر ولایت ته لاړ او هلته یې له پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي ګل‌ولي متقي او د پوهنې ریاست د. . .

BACK TO NEWS