د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له کړنو "اوونیز راپور"

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۳۸
54

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد د رئیس محترم الحاج مولوي جمعه خان "سروري" په لارښوونه، تېره اوونۍ د یاد ریاست یو څارنیز ټیم، د کابل ښار ، اتمې او دولسمي تعلیمي ناحيو اړوندو ۱۶ بابه خصوصي تعلیمي ښونیزو مرکزونو له مدیرانو او مسئولینو سره وکتل.

په یادو لیدنو کې د پوهنې وزارت د دعوت او ارشادریاست مسئولینو له ټاکل شوي نصاب څخه څارنه وکړه او هغوی ته يې د دعوت او ارشاد د نصاب تدریس په هکله لازمي سپارښتني وکړې.

همداراز د پوهنې وزارت مرکزي هستې ټولو کارکوونکو ته د دیني درسونو لړۍ هم په نورمال ډول روانه وه.

په ورته مهال د ولایتونو له پوهنې ریاستونو او د کابل ښار پوهنې ریاست څخه ترلاسه شوي راپورونه ښيي چې؛

په تېره اوونۍ کې له ټاکل شوي مهالوېش سره سم، د ښوونیزو مرکزونو منسوبینو ته د دعوت او ارشاد درسونو دوام درلود؛ لکه د پخوا په څېر، په مرکزي هسته کې د یو شمېر ریاستونو د کارکوونکو وضعیت له نږدې وارزول شو او هغوی ته اړینې سپارښتنې وشوې.

همدارنګه د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس تېره چهارشنبې ورځ د یو رسمي سفر په ترڅ کې بغلان ولایت ته لاړ او هلته یې د دعوت او ارشاد له ولایتي مسئول مفتي سعیدالرحمن حقاني او مسئولینو سره په کتنه کې د دعوت او ارشاد اصول، کړنلارې او لارښوونې هغوی ته تشرېح کړې او ولایتي ادارې ته یې له خپل لوري د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړ.

د یادونې وړ ده چې د یاد رسمي سفر پر مهال، د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد محترم رئیس له لوري، د بغلان ولایت له بغلان زیبا، اسلام قلعه او سیدجمال الدین ښوونځيو څخه هم څارنه ترسره او منسوبینو ته لازمې سپارښتنې وشوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۲:۰
Background image

د پکتیکا ولایت له ښوونځیو سره څه د پاسه ۱.۱ مېلیون افغانۍ مرسته شوې

د ۱۴۰۴ ښوونیز کال په جریان کې، د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوندو له ۳۰ بابه ښوونځیو سره د والدینو شوراګانو، سیمه‌ییزو سوداګرو، ځوانانو او نورو خیریه بنسټونو څخه ۱ مېلیون ۱۱۳ زره ۹۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۵۸
Background image

د کابل ولایت ۴ بابه ښوونځیو بیارغونې او ترمیم پروژې بشپړې شوې

د کابل ولایت د چهاراسیاب او موسهي ولسوالیو د ۴ بابه ښوونځیو بیارغونې پروژې د پوهنې چارواکو په حضور کې بشپړې او بیاځلې پرانیستل شوې.
په یادو پروژو کې احاطوي‌دېوالونو جوړول، رنګول،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۵۱
Background image

په پکتیکا ولایت کې د ښوونکو مسلکي پراختیا غړو لپاره روزنیز سیمینار جوړ شو

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ د ۲۴ ولسوالیو د ښوونکو مسلکي پراختیا ۱۳۸ تنو علمي غړو لپاره ۹ ورځنی روزنیز سیمینار پیل کړ.
د سیمینار په پرانیستونکې وینا کې،. . .

BACK TO NEWS