د پوهنې وزارت د احصائیې او معلوماتو رئیس کاپیسا ولایت ته ولاړ

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۵ - ۱۰:۵۸
fds

د پوهنې وزارت د احصائیې او معلوماتو رئیس الحاج مولوي بسم الله«نعماني» د یو تخنیکي ټېم په ملتیا، د کاپیسا ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د پوهنې ریاست مسئولینو، د کیفیت تضمین آمریت کارکوونکو او د پوهنې آمریتونو

غړو لپاره، د ارقامو او احصائیوي معلوماتو د راټولولو په موخه د وړتیا لوړونې روزنیز سیمینار پرانیست.

ورپسې د پوهنې وزارت د احصائیې رئیس په هغه غونډه کې ګډون وکړ، کوم چې د احصائیې څانګې د ۳۱۰ تنو کارکوونکو، د مرکز او ولسوالیو د ښوونیزو ادارو مسئولینو ته د مسلکي وړتیا لوړولو په موخه جوړه شوې وه.

د غونډې په پيل کې د کاپیسا پوهنې رئيس الحاج مولوي محمد فرید حقاني ورغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د تعلیمي بنسټونو د کارکوونکو او مسئولينو لپاره د دغه ډول سيمينارونو جوړېدل ضروري او دایې په تعلیمي ډګر خورا اغېزمن وبلل.

د پوهنې وزارت د احصایې رئیس په خپلو خبرو کې وویل، د بودیجې د مصرف د روڼتیا او نورو اړوندو مسایلو په ګډون په ټولو ادارو کې د دقیقو احصایو درلودل مهم او اړین دي.

نوموړي څرګنده کړه: د کارکوونکو د کاري او مسلکي وړتیاوو لوړول د چارو د لاپرمختګ يو اساسي عامل دى او له ګډون والو يې وغوښتل چې د ياد پروګرام له منځپانګو څخه سمه ګټه پورته کړي.

د يادونې وړ ده، چې دغه سيمينار د یاد ولايت په ټولو ولسواليو کې پيل شوى، چې د مسئولينو له خوا يې څارنه کېږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۵:۴
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوی خوست ولایت ته په رسمي سفر لاړ

د محترم مولوي بسم الله حسان په مشرۍ د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي، د خوست ولایت په مرکز کې د پوهنې ریاست په منسوبینو سربېره، د ا.مارتي او خصوصي ښوونځیو له چارواکو سره د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۵:۱
Background image

په څلورو ولایتونو کې د یو میلیارد افغانیو په ارزښت د تعلیمي مرکزونو جوړولو او بیارغولو پروژې پلي کېږي

د پوهنې وزارت د ودانیو او ملکیتونو د ساتنې او مراقبت د رئیس محترم مولوي سمیع الحق حماس د څرګندونو له مخې؛ د یاد ریاست د پلان او د پوهنې وزارت محترم مشرتابه د پرېکړې له مخې، د دې ادارې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۴:۵۸
Background image

فاریاب ولایت کې د ۶ مېلیونه افغانیو په لګښت د ۵ تعلیمي او اداري مرکزونو بیارغونه بشپړه شوه

د پوهنې وزارت د ودانیو او ملکیتونو د ساتنې او مراقبت ریاست د راپور له مخې، په روان ۱۴۰۴ لمریز کال پرمهال، د پوهنې وزارت له بودیجې څخه د ۶ مېلیونه ۳۲۷ زره ۳۲۱ افغانیو په ټولیز لګښت په. . .

BACK TO NEWS