د ولایتونو له پوهنې څو خبرونه

پکتیکا
د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ د بي بي حلیمه لومړني ښوونځي د ۳۳۰ تنو څخه زیاتو زدهکوونکو لپاره د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسي په موخه، د ځایی خلکو په مالي مرسته یو حلقه څاه وکیندل شو.
پروان
د پروان ولایت جبل السراج ولسوالۍ د میانه ګذر کلي د خلیلزمان منځني ښوونځي بیارغونې چارې د ۴۰ زره افغانیو په لګښت سره پیل شوې.
پنجشېر
د پنجشېر ولایت پوهنې ریاست په همکارۍ، د ابوبکر صدیق «رضی الله عنه» دارالحفاظ مسئولینو لخوا، د یاد دارالحفاظ حفاظکرامو ته د قرآنکریم ۵۳ ټوکه ووېشل شول.