د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څو لنډ خبرونه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۶ - ۱۵:۲
12

- غزني
پوهنې وزارت د غزني ولایت قره باغ ولسوالۍ اړوندو ښوونځیو ښوونکو لپاره "د پوهنې ګټور پرمختګ" تر سرلیک لاندې شپږ ورځنی ورکشاپ جوړ کړ.

- لوګر
د لوګر ولایت په مرکز پل علم ښار کې، له ۱۸۰ تنو څخه زیاتو یتیمو او بې وزلو زده کونکو ته د مهربان خیریه بنسټ لخوا د ۱۷ زره افغانیو په لګښت ښوونیز توکي ورکړل شول.

- پکتیا
پوهنې وزارت د پکتیا ولایت روحاني بابا ولسوالۍ اړوند فتح خېلو منځني ښوونځي لپاره د ساینس مضامینو د عملي درسونو لپاره یو لابراتوار جوړ او فعال کړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۱۴:۵۷
Background image

هرات ولایت کې د ۴ مېلیونه افغانیو څخه په زیات لګښت د ۸ بابه ښوونځیو بیارغولو چارې پیل شوې

د هرات ولایت په ګذرې او زیرکوه ولسوالیو کې د ۸ بابه ښوونځیو بیارغولو او ترمیم چارې پیل شوې.

یادې پروژې د یوې همکارې ادارې په ملاتړ پلي کېږي چې ټولټال ۴ مېلیونه ۴۸۰ زره افغانۍ لګښت به. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۱۴:۵۴
Background image

د کابل ښار اړوندو ښوونځيو د بدني روزنې ښوونکو لپاره مسلکي سیمینار پیل شو

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست د بدني روزنې آمریت له پلان سره سم، د کابل ښار ښوونځیو د بدني روزنې اړوند ۳۰ تنو ښوونکو لپاره مسلکي سیمینار د استقلال عالي لېسې د کنفرانسونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۱۴:۴۹
Background image

د ولایتونو له پوهنې څو لنډ خبرونه

- خوست

د خوست ولایت پوهنې ریاست او د یوې تعلیمي همکارې ادارې ترمنځ د دواړو خواوو د مسئولینو په حضور کې د همغږۍ غونډه وشوه.

- ننګرهار

هیواد ته د راستنېدونکو ماشومانو د نوم لیکنې پروسه. . .

BACK TO NEWS