د هلمند ولایت د مدارسو ط.الب العلمانو ترمنځ د قرآن کریم د حفظ او حسن قرائت سیالۍ ترسره شوې
د نجم القرآن تر نامه لاندې د قرآن کریم د حفظ او حسن قرائت هغه سیالۍ چې د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معينيت له خوا د هېواد په سویلي ولايتونو کې پیل شوې، یادې سيالۍ په هلمند ولايت کې د قرآن کريم د ۳۳ تنو حافظانو تر منځ په لاره واچول شوې.
دغه سیالۍ د هلمند ولایت د والي الحاج مولوي عبدالرحمن مسلم، پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد عوض انصاري، مسئولینو، د علماوو شورا غړو، یو شمېر استادانو او طلابو په حضور کې په پوره روڼتیا سره د حفظ او حسن قرائت په برخه کې ترسره شوې؛ چې په پایله کې یې د سعد ابن ابي وقاص مدرسې ط.الب العلم محمد ادریس په حفظ برخه کې او د شرعیه دارالعلوم ط.الب العلم سراج الدین د حسن قرائت برخه کې لومړي مقامونه خبل کړل.
د پوهنې مسئولین دواړو ګټونکو ط.الب العلمانو ته د مبارکۍ ترڅنګ د دوی لپاره د لازیاتو بریاوو دعاء کوي.
