د میدان وردګو پوهنې ریاست کې د روغتیا ساتنې په موخه دوه ورځنی سیمینار پیل شو
د مسلم هندز مؤسسې په مالي مرسته د میدان وردگو ولایت پوهنې ریاست د غونډو په تالار کې دوه ورځېنۍ سیمینار پیل شؤ.
په یاد سیمینار کې د مرکز میدان ښار په شمول د نرخ او جلریز ولسوالیو څخه ۲۰۴ تنو آمرینو، اداري کارکوونکي، ښوونکي، د ښوونځیو د شورا غړو ګډون کړي وو.
جوړ شوي سیمینار د یوه تن ښوونکي لخوا د قرانکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو، ور پسی د مسلم هندز مؤسسی استازی قاری مطع الله هدایت د روغتیا ساتنی اړوند مفصلې خبرې وکړې هغوي زیاته کړه چې د مسلم هندز بنسټ لخوا د ۴۰۰ سیمیزو او ۱۰۰بابه اساسي ښوونځیو سره د پاکو اوبو ټانکې، د ابو ترموزونه او لاسو وینځلو صابون مرسته کړې تر څو د ښوونځیو مسوولین او زده کوونکی ور څخه د روغتیا ساتلو په موخه ګټه پورته کړي.
د پوهنې رییس ګل ولي متقي د ياد بنسټ څخه دجوړ شوي سیمینار د ستاينې تر څنګ یاد سيمينار د ساري ناروغیو د مخنیوی په برخه کې خورا ګټوراو ارزښتناک و باله و او د سيمينار له ګډونوالو څخه یی وغوښتل چې په سيمينار کې هر اړخیزه ورکړل شوی ګټور معلومات په ښه توګه د ټولو ښوونځیو ښوونکو او زده کوونکو ته ورسوي.
متقي یاده کړه چې د اسلام سپېڅلی دين پاکي او پاکي خوښوي او د حضرت محمد (ص) مبارک حديث ته په اشارې سره يې نيم ايمان بللی دی.
د یادونې وړه ده چې د یاد سیمینار تدریسی چاری به د پوهنې ریاست د ځارنې آمریت لخوا د دوه ورځو لپاره مخته وړل کیږي او له ښوونکو سره به د روغتیا ساتلو اړوند ګروپی کارونه هم تر سره شي.
