د لوګر ولایت د ښوونځیو ١٨٠ تنو منسوبینو لپاره روزنیز پروګرامونه پيل شول

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۴:۴۸
32120

د لوګر ولایت مرکز پل‌علم ښار اړوند د ۲۵ بابه ښوونځیو آمرینو، سرښوونکو او د شوراګانو غړو لپاره جلا جلا لنډمهالي روزنیز ورکشاپونه پیل شول.
یاد ورکشاپونه د پوهنې وزارت په همغږۍ او د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ جوړ شوي دي، چې موخه یې د ښوونځیو د اداري او تدریسي کارکوونکو د علمي او مسلکي کچې لوړول، د تدریس د کیفیت ښه والی او همدارنګه د پوهنې له بهیر څخه د ملاتړ په برخه کې د شوراګانو د غړو روزنه ده.
د دغو ورکشاپونو له لارې به د ۲۵ بابه ښوونځیو ۲۰ تنه آمرین او سرښوونکي او ۸۰ تنه ښوونکي په بېلابېلو اداري او تدریسي برخو کې روزنه ترلاسه کړي.
سربېره پر دې، ۸۰ تنه د شوراګانو غړي به هم د خپلو دندو او مسوولیتونو په اړه اړینې زده کړې ترلاسه کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۲۹
Background image

په څلورو ولایتونو کې د صرف او نحوې سیالي ترسره شوه

د طلابو د علمي وړتيا لوړولو په موخه، د پوهنې وزارت د دارالعلومونو ریاست له لوري په کاپیسا، سمنګان، سرپل او اروزګان ولایتونو کې د صرف او نحوې مضمونونو ازموینه واخيستل شوه.
همدارنګه، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۳:۴۸
Background image

له ولایتونو د پوهنې څو لنډ خبرونه

بغلان
د بغلان ولایت اندراب ولسوالۍ اړوند سید لولو آغا مدرسې لپاره د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د یوې لویې درسي خونې جوړولو چارې پیل شوې.

لوګر
په لوګر کې له دوو ښوونځیو سره ۱۰۷ زره. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۳:۳۵
Background image

په زابل کې د څلورو نویو درسي ټولګیو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ اړوند هواري لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۷۰۰ زره افغانیو په لګښت د څلورو درسي ټولګیو او یوې اداري خونې جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د یادې پروژې چارې د. . .

BACK TO NEWS