د قرارداد ورکولو پرېکړې په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۵:۲۴
rfd

د تدارکاتو قانون د ۴۳ مادې د (۲) فقرې سره سم، ټولو کسانو ته خبر ورکول کېږي، د پوهنې وزارت په پلان کې لري، چې د زده‌کوونکو لپاره د مېزونو او څوکیو د تولید لپاره د ۲۴ قلمه خامو موادو د رسولو او پېرودلو پروژې قرارداد، د تمیم آریا صنعتي او فلزکاري شرکت ته د (۹،۷۸۸،۱۰۰) نهه میلیونه، اووه سوه او اته اتیا زره، سل افغانیو په ټولیز قیمت ورکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه کوم اعتراض لري، کولای شي خپل اعتراضونه په لیکلي ډول، د خپلو دلایلو سره یوځای د یاد اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د ۷ تقویمي ورځو په اوږدو کې، د پوهنې وزارت تدارکاتو ریاست ته وسپاري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۱۶
Background image

د پوهنې لپاره د ځمکې وقف کولو په لړۍ کې، دا ځل په لغمان ولایت کې ۵ بسوې ځمکه اهداء شوه

د لغمان ولایت فراشغان ولسوالۍ اړوند د نیل‌خان لومړني ښوونځي لپاره، د یادې سیمې اوسېدونکي محترم امرالدین لخوا پنځه بسوې ځمکه چې ارزښت یې شاوخوا ۵۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی، وقف شوه.
د یاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۱۳
Background image

په غور ولایت کې د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د غلمین لېسې نوې ودانۍ، چې څه موده وړاندې د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار په اړونده سیمه کې د خلکو او د ښوونځي د تعلیمي شورا لخوا یې جوړول پیل شوي وو، اوسمهال بشپړه او د یاد  ولایت پوهنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۸
Background image

په بامیان ولایت کې د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا غړو ته ۱۸سېټه ټبلیټونه ووېشل شول

 د بامیان ولایت پوهنې ریاست د یو همکار بنسټ له لوري د ۲۳۶ زره او ۲۳۷ افغانیو په ارزښت ۱۸ سېټه ټبلیټونه ترلاسه کړل او د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا علمي غړو ته یې وسپارل.
د یاد ولایت. . .

BACK TO NEWS