د قرارداد ورکولو پرېکړې اعلان په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۰ - ۱۲:۳۶
5145

د تدارکاتو قانون د ۴۳ مادې د (۲) فقرې سره سم، ټولو کسانو ته خبر ورکول کېږي، د پوهنې وزارت غواړي، د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د یاد وزارت د اړتیا وړ مرکز ګرمي اړوند ۱۶ قلمه توکو د تهیه کولو او پېرودلو پروژې قرارداد د برلاس کابل لوژیستیکي او خدمتي شرکت ته چې د کابل ښار په دهمزنګ سیمه کې موقعیت لري، د۶۹۷ زره ۷۵۰ افغانیو په ټولیز قېمت ورکړي.

هغه حقیقي اشخاص او حقوقي ادارې چې په دې اړه کوم اعتراض لري، کولی شي خپل اعتراضونه په لیکلي ډول، د خپلو دلایلو سره یوځای د یاد اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د اوو تقویمي ورځو په اوږدو کې، د تدارکاتو قانون د ۵۰ مادې د احکامو سره سم، د پوهنې وزارت د تدارکاتو ریاست ته وسپاري.

دغه اعلان د قرارداد د عقد په معنا نه دی او د قانوني پروسې تر بشپړېدو مخکې د اجراء وړ نه دی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۰ - ۱۶:۰
Background image

په بامیان ولایت کې له ۷۰ تنو څخه زیاتو ښوونکو لپاره روزنیز ورکشاپ پیل شو

د بامیان ولایت په پنجاب ولسوالۍ کې ۷۰ تنو ښوونکو لپاره د "اغېزمنې زده‌کړې" په نوم شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو.

د یاد ولایت پوهنې چارواکو وویل چې، د دې ورکشاپ له ترسره کولو اساسي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۰ - ۱۵:۵۱
Background image

لغمان ولایت کې د ښوونځیو ښوونکو لپاره روزنیز ورکشاپ پیل شو

د لغمان ولایت دولت شاه ولسوالۍ اړوند لیرې پرتې فرشغان سیمې د ښوونځیو ۱۶ تنو ښوونکو لپاره ۶ ورځني روزنیز ورکشاپ، د یاد ولایت پوهنې چارواکو په حضور کې پیل شو.

د لغمان ولایت پوهنې رئیس. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۰ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ ولایت د ښوونځیو مسئولینو لپاره مسلکي سیمینار پیل شو

د کونړ ولایت د مرکز او ولسوالیو د ښوونځیو مدیرانو او سرښوونکو لپاره مسلکي سیمینار، د پوهنې وزارت د ښوونکو مسلکي پراختیا رئیس محترم مولوي محمد ابراهیم عمري او د یاد ولایت پوهنې چارواکو. . .

BACK TO NEWS