د قرارداد ورکولو پرېکړې اعلان په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا

د تدارکاتو قانون د ۴۳ مادې د (۲) فقرې سره سم، ټولو کسانو ته خبر ورکول کېږي، د پوهنې وزارت غواړي، د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د یاد وزارت د اړتیا وړ مرکز ګرمي اړوند ۱۶ قلمه توکو د تهیه کولو او پېرودلو پروژې قرارداد د برلاس کابل لوژیستیکي او خدمتي شرکت ته چې د کابل ښار په دهمزنګ سیمه کې موقعیت لري، د۶۹۷ زره ۷۵۰ افغانیو په ټولیز قېمت ورکړي.
هغه حقیقي اشخاص او حقوقي ادارې چې په دې اړه کوم اعتراض لري، کولی شي خپل اعتراضونه په لیکلي ډول، د خپلو دلایلو سره یوځای د یاد اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د اوو تقویمي ورځو په اوږدو کې، د تدارکاتو قانون د ۵۰ مادې د احکامو سره سم، د پوهنې وزارت د تدارکاتو ریاست ته وسپاري.
دغه اعلان د قرارداد د عقد په معنا نه دی او د قانوني پروسې تر بشپړېدو مخکې د اجراء وړ نه دی.