د سواد زده کړې ۲ بابه کورسونه پرانیستل شول

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۲ - ۹:۵۶
سشیبی

د پوهنې وزارت د سواد زده کړې ریاست خبر ورکوي، چې په دې وروستیو کې یې د مالیې وزارت د ګمروکونو او د کلیو پراختیا وزارت د خدماتي کارکوونکو او اجیرانو لپاره د سواد زده کړې ۲ بابه کورسونه جوړ او په رسمي ډول یې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې خپل فعالیت پیل کړ. په یادو مراسمو کې د پوهنې وزارت د سواد زده کړې ریاست په مسئولینو سربېره، د کابل ولایت د ګمرکونو او د کلیو پراختیا ریاستونو استازو هم ګډون کړی و، چې هر یو په خپل وار په ټولنه کې د پوهنې پر ارزښت د خبرو تر څنګ، د خپلو دوامداره همکاریو ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۵:۵۰
Background image

د لوګر ولایت پوهنې ریاست کارکوونکو لپاره مسلکي سیمینار جوړ شو

د لوګر ولایت پوهنې ریاست، د ا.ا.ا. د چارو ادارې لوی ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست په همکارۍ، د تعلیمي ادارو د اداري چارو د اصلاح او آسانتیا په موخه، د ساده شويو اداري. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۵:۳۹
Background image

په هرات ولایت کې د سواد زده‌کړې ۱۸۸ بابه کورسونه جوړ شول

د ۱۴۰۴ لمریز کال په لومړیو درېیو میاشتو کې، د هرات ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د سواد زده‌کړې ۱۸۸ بابه کورسونه پرانیستل شوي، چې له ۴۱۵۴ څخه ډېر زده‌کوونکي یې جذب کړي دي.

د هرات ولایت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۵:۳۷
Background image

د زابل ولایت د ښوونکو مسلکي پراختیا علمي غړو لپاره روزنیز سیمینار جوړ شو

د زابل ولایت پوهنې ریاست په قلات ښار او ولسوالیو کې د ښوونکو د مسلکي پراختیا، پوهنې آمرینو او یو شمېر علمي غړو لپاره د عملیاتي پلان پلي کولو په موخه، یو ورځنی روزنیز سیمینار جوړ کړ.

په. . .

BACK TO NEWS