د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ علمي غړو لپاره شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۵:۲۴
541651

د پوهنې وزارت د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ ریاست له لوري د ولایتونو پوهنې ریاستونو اړوند د ساینس او ټکنالوژۍ مرکزونو ۱۲۰ تنو علمي غړو لپاره د محیطي موادو اغېزمنې کارونې په موخه شپږ ورځنۍ مسلکي او لارښود روزنیزه برنامه د پوهنې مسوولينو په حضور کې پیل شوه.
په پیل کې د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مرکز رئیس ښاغلي عبدالوکیل الهام ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د دغې روزنیزې برنامې پر اهمیت خبرې وکړې او ويې وویل:"علمي غړي باید د نويو درسي میتودونو په رڼا کې د ښوونکو عملي تدریس وارزوي او هغوی ته د لابراتوارونو د اغېزمنې کارونې لارې چارې ور وښيي، څو د تدریس کیفیت لاپسې لوړ شي."
ورپسې، د کابل ښار پوهنې رئیس محترم مولوي حسیب‌الله صاحبزاده د خپلې وینا پرمهال په دندو کې پر اخلاص، ژمنتیا، د صورت او سیرت پر سمون او د اصولو پر رعایت او اطاعت ټینګار وکړ او یاد موارد یې د چارو لا ښه ترسره کېدو بنسټونه وبلل.
همدارنګه، د پوهنې وزارت د ښوونیز نصاب او ساینس مرکز لوی رئیس محترم الحاج مولوي اول‌ګل ایوبي د یاد ریاست د تېرو کړنو او لاسته‌راوړنو په اړه عمومي معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، چې دا ډول روزنیزې ناستې د علمي مرکزونو د مسلکي وړتياوو لوړولو او د ښوونیز کیفیت پیاوړتیا په برخه کې د پام وړ مثبتې پایلې لري.
نوموړي تر شپږم ټولګي پورې د واحد نصاب جوړول، پر نوي نصاب کار کول، له نهم ټولګي څخه پورته د رشتې ټاکنې بهیر رامنځته کول او د علمي لابراتوارونو زیاتول د یاد ریاست له مهمو لاسته‌راوړنو څخه وبلل.
د یادونې وړ ده، چې په دغې شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه کې د ملک له ټولو ولایتونو څخه د کیمیا، بیولوژي، ریاضیاتو او فزیک مضمونونو علمي غړي ګډون لري او د محیطي موادو د کارونې، نويو درسي میتودونو، عملي تدریس او لابراتواري فعالیتونو په برخو کې به مسلکي روزنه ترلاسه کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۵:۵۶
Background image

په زابل کې د ښوونځیو مدیرانو او سرښوونکو لپاره پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

د زابل ولایت مرکز قلات ښار او یوولسو ولسوالیو اړوندو ښوونځیو ۶۵ تنو مدیرانو او سرښوونکو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو.
په دغه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۵:۲۴
Background image

د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ علمي غړو لپاره شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه

د پوهنې وزارت د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ ریاست له لوري د ولایتونو پوهنې ریاستونو اړوند د ساینس او ټکنالوژۍ مرکزونو ۱۲۰ تنو علمي غړو لپاره د محیطي موادو اغېزمنې کارونې په موخه شپږ ورځنۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۵:۱۵
Background image

د قرارداد د پرېکړې په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا

 پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د اړتیاوو په موخه، د ودانيو د ساتنې، مراقبت او املاکو ریاست د استفادې لپاره د ۱۰ قلمه ټکنالوژیکي وسایلو. . .

BACK TO NEWS